افغان امنیتي بنسټونه وايي چې داعش یې په افغانستان کې له پښو غورځولی او اوس هم د دغې ډلې د جنګیالیو په وړاندې عملیات روان دي.
سولې ته د هڅو د زیاتوالي او دایمي سولې، امنیت او ثبات ته د امیداورۍ سره په خوا کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې داعش یې په دغه هېواد کې په ګونډو کړی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسلهوالو مخالفانو په وړاندې تهاجمي عملیات چټک شوي چې په دغه جریان کې داعش جنګیالي هم ځپل شوي دي.
ښاغلي رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال یوازې د افغانستان په درې ولایتونو کې تر یوه بریده داعش حضور لري.
نوموړي زیاته کړه:
"په ځانګړي توګه د داعش په اړه باید درته و وایم، هغه عملیات چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد ترسره شوي، په پایله کې یې د دغې ډلې رېښې ایستل شوي، دا مهال یوازې په ننګرهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې داعش کم حضور لري، خو وبه ځپل شي."
ښاغلي رحیمي وویل چې په تېرو شلو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سل په سلو کې زیاتوالی راغلی او په خبره یې هڅې کېږي چې د داعش په ګډون وسله والو مخالفان له منځه یو وړل شي.
داعش څو کاله وړاندې د ننګرهار په ولایت کې سر راپورته کړ، خو ډېر ژر دغې ډلې په جوزجان، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې په فعالیت لاس پورې کړ.
په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو په په کوردننه او بهر له یو لړ غبرګونونو سره مله وو، په ځانګړي توګه ایران او روسیې د دوی د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
خو افغان حکومت ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د مېشتو د نړیوالو ځواکونو په همکاري به پهدغه هېواد کې داعش وځپي.
که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني د داعش په وړاندې د افغان حکومت له هڅو ستاینه کوي، خو وايي چې اوس هم په یو نه یو ډول دغه ډله په افغانستان کې فعالیت لري.
نوموړي زیاته کړه:
"په ټولیز ډول داعش په افغانستان کې لهمنځه نهدی تللی او څو ولسوالۍ اوس هم د داعش په لاس کې دي، هغه ادعا چې کېږي هغه سل په سلو کې درستې نهدي، افغان امنیتي ځواکونه تازه هڅې کوي چې دغې ډلې ته قوي ضربې ورکړي او انشاءالله ژر به وتوانېږو چې د داعش رېښه وباسو."
ښاغلی غوریاني وايي چې داعش له خطرناکو تروریستي ډلو څه ده او له هرې ممکنې لارې چې کېږي دغه ډله باید په افغانستان کې له منځه یو وړل شي.
نوموړي د داعش له لوري روسیې او ایران ته متوجې ګواښ په کتو تاکید کوي چې دغه دواړه هېوادونه باید د داعش په ځپلو کې له افغان حکومت همکاري دریغ نه کړي.
راپور: رحمت الله افغان