د افغانستان د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوی وايي، د بامیان او دایکنډي ولایتونه چې امنیتي وضعیت پهکې د نورو ولایتونو په نسبت ښه و، پهدې وروستیو کې پهکې د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او غواړي دغه ولایتونه هم ناامنه کړي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې پهدې اړه د جرګې د یو شمېر غړیو د اندېښنو له څرګندولو وروسته وویل، بامیان او دایکنډي د هېواد مهمې مرکزي سیمې دي او که د مخالفینو د فعالیتونو مخه پهکې ونه نیول شي، د ناامنیو لمن به یې ډېر ژر د هېواد نورو مرکزي ولایتونو ته وغځېږي.
ښاغلي ابراهیمي پر امنیتي او دفاعي ارګانونو غږ وکړ چې په یادو ولایتونو کې دې د مخالفینو پر وړاندې تدابیر جدي کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د جنګ د مدیریت په اړه وایو چې په دایکنډي، بامیانو او فاریاب ولایتونو کې جنګ زور اخېستی او پهکار ده چې دغه ارګانونه د یادو ولایتونو له خلکو سره مرسته وکړي."
د جرګې ځینو غړیو وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې وسلهوالو مخالفینو د دایکنډي او بامیانو د ولایتونو په ځینو دولتي تأسیساتو پرلهپسې بریدونه پیل کړي چې سیمهیې ناامنه او خلک ېې اندیښمن کړي دي.
سربېره پر دې د جرګې یو شمېر غړیو د فاریاب ولایت ناامنیو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، سره له دې چې امینتي ځواکونو پهدغه ولایت کې د مخالفینو د پراخو فعالیتونو وروسته، یو لړ عملیات ترسره کړل، خو د مخالفتونو په خوځښتونو کې یې کموالی رانهغی.
په ولسي جرګه کې د سیمې ځینو استازیو اندیښنه وښوده چې د دغه ولایت له یو شمېر ولسوالیو نه په سلګونه کورنۍ د میمنې، شبرغان او مزارشریف ښارونو ته کډه شوي چې په ناوړه شرایطو کې شپې سبا کوي.
فاریاب، جوزجان، سرپل،کندز، بغلان او بدخشان هغه ولایتونه دي چې په وروستیو کلونو کې نا امنۍ زیاتې شوي دي.
راپورونه دا هم وايي، پهدغو ولایتونو کې پر طالبانو سربېره، د دولت ضد یو شمېر نورې وسلهوالې ډلې هم فعالې شوي، خو د بامیان او دایکنډي ولایتونه چې پخوا تردې په کې امنیت ډاډمن و، پهدې وروستیو کې د ناامنۍ په لور روان دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په ټولو ناامنیو او په تېره په بامیان او دایکنډې کې د مخالفینو د ځپلو عملیات جدي شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:
"په مجموع کې په ټول افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د دښمنانو د کمزوري کولو په هدف، تهاجمي عملیات سل په سلو کې زیات شوي، په ځانګړي توګه د بامیان او د دایکنډي ولایتونو په ۳ ولسوالیو کې عملیات روان دي، انشاءالله دغه ستونزه به ژر حل شي."
په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو په اړه په شمال کې د شاهین قول اردو قوماندان څو ورځې مخکې ویلي چې پهدغو ولایتونو کې یې د «ایثار ۱۰» په نامه اساسي او سیسټماتیک عملیات پیل کړي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.
ده دا هم ویلي چې وسلهوال مخالفین تر ډېره هڅې کوي چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ملکي وګړو له کورونو نه د ډال په توګه کار واخلي او امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال احتیاط کوي چې ملکي کسانو ته تلفات وانه وړي.
راپور: خان محمد سیند