د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۲

د ننګرهار امنیه قوماندان: د کابل اډې د حکومتي ځمکې پلورونکي به ژر ونیول شي


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کابل اډې په سیمه کې د کانال اړوند ۲۵ هکتاره ځمکې د خرڅلاو په تور يې د ښکېلو کسانو د نيونې هڅې پيل کړي.

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات وايي، دغه ځمکه پخوا څو کسانو ته په قرارداد ورکړل شوې وه چې هغوی بيا دغه حکومتي ځمکه پر خلکو خرڅه کړې او په‌کې یې لوړې ودانۍ جوړې کړي.

ښاغلی حیات وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې د دې ځمکې قرارداد فسخه شوی او د دې ځمکې د خرڅلاو په تور یې د ښکېلو کسانو د نيونې حکم صادر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې ځمکې په تړاو باندې د محکمې قطعي حکم پر اساس د ځمکې قرارداد فسخه شوی او په تړاو يې ځيني کسان حاضر شوي، له هغوی نه څېړنې روانې دي، خو ځيني اشخاص چې ځان له قانون څخه لوړ ګڼي او نه‌حاضرېږي د هغوی په اړه څېړنې روانې دي."

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات
د ننګرهار والي حیات‌الله حیات

​په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، د دې قضيې په تړاو یو شمېر کسان ورته حاضر شوي، خو د ولسي جرګې لپاره نوماند حاجي ګُلمراد عرب په ګډون یو شمېر نور د څېړنو په خاطر نه‌دي حاضر شوي چې د پولیسو د کلک تعقیب لاندې دي.

ستانکزی وايي، دغه کسان له هېواده ممنوع‌الخروج اعلان شوي او که د هېواد په هره سیمه کې وي ډېر ژر به ونيول شي.

غلام سنايي ستانکزی زیاتوي:

"هغه څوک چې مشخص شوي دي لکه، حاجي ګُلمراد، حاجي فاروق، انجنیر عابد، حاجي قادر چې یو شمېر یې حاضر شوي، خو ځيني نور چې نه‌دي حاضر شوي؛ د هغوی په اړه پروسیجر طی شوی، ممنوع‌الخروج اعلان شوي او که د هېواد په هره سیمه کې وي، ډېر ژر به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د کابل اډې د خرڅلاو په قضيه کې د ښکېلو خواوو نظر هم ولري، خو بريالۍ نه‌شوه.

له دې وړاندې هم د کابل اډې د خرڅوونکو د نيونې حکم صادر شوی و، خو هغه وخت دا موضوع همداسې غلې پاتې شوه، خو دا ځل ولايتي اداره وايي، دوی د محکمې د پرېکړې له مخې په‌دې برخه کې جدي دي او په قضيه کې به پر ټولو ښکېلو کسانو قانون عملي کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG