په هلمند ولایت کې د سره صلیب دفتر ۷۰۰۰ معلول کسان د مصنوعي لاسونو او پښو لهپاره راجسټر کړي دي.
د افغانستان په جنوب کې د دغه ناارامه ولایت د زرګونه خلکو لاسونه او پښې د ماینونو، ځانمرګو بریدونو او وسلهوالو نښتو پر مهال پرې شوي دي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي چې د سره صلیب اورتوپیدي مرکز ته ورغلی وايي، هره ورځ سلګونه نارینه او ښځينه د مصنوعي لاسونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: