د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

ولسمشر ډونالد ټرمپ توافق کړی چې خپل خیریه بنسټ به ړنګ کړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ توافق کړی چې خپل خیریه بنسټ به ړنګ کړي.

دا یوازې ولسمشر ټرمپ نه‌دی چې د ټرمپ له خیریه بنسټ څخه په ناسمې استفادې تورن دی، بلکې زوی یې اېرېک او لور یې ایوانکا هم له دې خیریه بنسټ څخه په خصوصي او انتخاباتي مسئلو کې په ناسمې ګټې اخیستې تورن دي.

د سې شنبې په ورځ د نیویارک لویې څارنوالې باربرا انډرووډ وویل، د ټرمپ خیریه بنسټ چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کارولو په تور تر څېړنو لاندې دی، د ولسمشر ټرمپ له توافق سره سم منحلېږي.

مېرمن انډرووډ زیاته کړه، د ټرمپ د خیریه بنسټ ټوله شتمني به د نیویارک د لویې څارنوالۍ تر څارنې لاندې پر نورو خیریه بنسټونو ووېشل شي.

د نیویارک لویه څارنواله باربرا انډرووډ
د نیویارک لویه څارنواله باربرا انډرووډ

دا قضايي چارواکې پر دې سربېره له ولسمشر ټرمپ څخه د یو میلیون او ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو د جریمې غوښتونکې ده او همدارنګه غواړي چې د امریکا ولسمشر دې د ۱۰ کلونو لپاره په نیویارک کې د خیریه بنسټونو له مدیریت بې‌برخې کړای شي.

سپینې ماڼۍ او د ټرمپ د خیریه بنسټ مدافع وکیل دم‌ګړۍ د نیویارک د لویې څارنوالې د دې پرېکړې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې ډونالد ټرمپ د باربرا انډرووډ له‌خوا د ده د خیریه بنسټ په وړاندې راپورته شوې قضیه "د نیویارکي ډموکراتانو" دسیسه بللې وه.

د «سي. اېن. اېن» ټلوېزوني شبکې راپور ورکړی چې د ټرمپ د خیریه بنسټ ټوله شتمني ۱،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د تفرېح، د ګلف د کلب او تابلوګانو د پېرودلو په شمول پنځه داسې موارد یاد شوي چې په‌کې د دې بنسټ له پیسو استفاده شوې چې پر خیریه بنسټونو د امریکا د مالیې له قانون سرغړاوی ګڼل کېږي.

د امریکا د قانون پر بنسټ خیریه او هغه بنسټونه چې هدف‌یې کاروبار نه‌وي د شرکتونو او عادي ادارو په پرتله ډېره کمه مالیه ورکوي او که څوک له دا ډول مؤسساتو د شخصي لګښتونو لپاره کار واخلي، نو که ولسمشر هم وي، په وړاندې یې پرېکړه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG