یو شمېر جهادي او سیاسي څېرې چې د سولې د مشورتي بورډ غړیتوب هم لري خو د دغه بورډ په څرنګوالي او رول انتقاد کوي.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر او د دغه بورډ غړی ګلبدین حکمتیار د سولې د مشورتي بورډ په تشکیل او صلاحیت یو لړ ملاحظات لري.
د افغانستان د حزب اسلامي ویاند حشمتالله ارشد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سولې مشورتي بورډ سمبولیک دی د همدې له امله پهکې ګلبدین حکمتیار ګډون نهکوي.
دی وايي:
"زموږ نظر دا دی چي دغه بورډ اجرائیوي جنبه نهلري یوازې سمبولیک دی او مؤثریت هم نهلري. له همدې امله پهکې د حزب اسلامي مشر جناب انجنیر صاحب ګډون ونهکړ."
د حکومت لهخوا د سولې د مشورتي بورډ له جوړېدو وروسته دغه بورډ یوازې یوه ناسته کړې ده.
د دغې ناستې یو تصویر د جمهوري ریاست د فیسبوک پر پاڼه خپور شوی ښيې چې د دغه بورډ غړي ګلبدین حکمتیار، حامد کرزی او محمد اسماعیل په کې نهشته.
د دغه بورډ غړي چې تېره اوونۍ حکومت اعلان کړل، ۳۱ دولتي او غیر دولتي کسان په کې شامل دي.
ولسمشر او د ده مرستیالان، اجرائیه رئیس او مرستیالان يې، د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسان، د ملي امینت سلاکار او قاضيالقضات هغه لوړپوړي چارواکي دي چې نومونه یې د یاد بورډ د غړو په لېست کې لیدل کېږي.
- حامد کرزی.
- صبغت الله مجددي.
- عبدالرب رسول سیاف.
- ګلبدین حکمتیار.
- عطا محمد نور.
- محمد کریم خلیلي.
- محمد اصف محسني.
- یونس قانوني.
- حامد ګیلاني.
- حاجي دین محمد.
- محمد اسماعیل.
- سید منصورنادري.
- صلاح الدین رباني.
- عبدالهادي ارغندیوال.
- امنه افضلي.
- صدیقه بلخي
- او امرالله صالح هغه سیاسي او جهادي رهبران دي چې په دغه بورډ کې شامل دي.
د دغه بورډ یوه بل غړي محمد اسماعیل ازادي راډیو ته وویل، دغه مشورتي بورډ د ټولو خواوو استازیتوب نهکوي او پهکار ده چې بدلون په کې راشي.
دی ټینګار کوي چې له طالبانو سره مذاکره کوونکی ټیم باید، له دغه بورډ نه وټاکل شي او د بورډ په مشوره خبرې پر مخ بوزي.
دی وايي:
"مشورتي بورډ چې اوس جوړ شوی، په تشکیل کې يې ښه شخصیتونه دي، خو د ټولو خواوو استازیتوب نهشي کولی. ښه ده چې بدلون پهکې راشي."
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئيس کریم خرم هم پهدې باور دی چې مشورتي بورډ له امله چې د مشورو ورکولو په کچه دی، مؤثر نهدی، د ده په خبره ځکه پهکې ډېری سیاسیون ګډون نهکوي.
نوموړی وايي:
"د سولې په برخه کې دوی کوم صلاحیت نهلري، یوازې مشورتي نوم یې پرې ایښی دی. پهدې خاطر د سولې په راوستلو کې نه مؤثر دی او نه کوم نوی شی دی. څرنګه چې په لومړي ناسته کې یې ولیدل شول، اکثرو سیاسیونو پهکې ګډون نه درلود."
د ولسمشر ویاندویانو پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د دولت لهخوا له طالبانو سره د سولې د مشورتي بورډ غړیو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د اساسي قانون له مخې د مذاکراتو صلاحیت له حکومت سره دی، نه له سیاسي ګوندونو سره.
د سیاسي چارو پوهان او په تېره بشیر بيژن پهدې باور دی چې تر اوسه د سولې د خبرو په اړه د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ اجماع نهده رامنځته شوې.
دی تاکید کوي چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره ښه موقع برابره شوې او حکومت او ګوندونه باید په تفاهم سره دغه خبرې اترې پرمخ بوځي.
راپور: خان محمد سیند