د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

انتخاباتو کمېسیون: په ولسمشریزو انتخاباتو کې به تېروتنې هېڅکله هم تکرار نه‌شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هڅه کوي، څو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شوې تېروتنې په ولسمشریزو انتخاباتو کې تکرار نه‌شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه ستونزې او مشکلات چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ورسره مخ وو، هغه په تخنیکي ډول ارزول کېږي، څو په راتلونکي کې یې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له تېروتنو یې پخه تجربه ترلاسه کړې او ټینګار کوي چې په ولسمشریزو انتخاباتو کې به اشتباهات هېڅکله هم تکرار نه‌شي.

ذبیح سادات
ذبیح سادات

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو کمېسیون تر وروستي بریده هڅه کوي هغې، تېروتنې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې وشوې، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ترسره نه‌شي او داسې انتخاباتو ولرو چې ټولو ته د منلو وړ وي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې په تېرو انتخابات کې زیاتې ستونزې موجودې وې چې یو شمېر کاندیدانو، رأیه ورکوونکو او سیاسي ګوندونو او جریانونو ورباندې سخت انتقادونه وکړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وايي، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو بې نظمۍ او ګډوډۍ د جمهوري ریاست په انتخابات کې ورته د منلو وړ نه‌دي.

ښاغلي یاماموتو چې تازه یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د ولسي جرګې انتخاباتو اشتباهات او کمزورى مديريت دې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نه تکرارېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست انتخاباتو به د ۱۳۹۸کال د حمل په ۳۱ مه ترسره کېږي او د انتخاباتي مهال‌ویش له مخې د راتلونکې شنبې په ورځ د نوم لیکلو پروسه پیلېږي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د جمهوري ریاست د شفافو انتخاباتو لپاره اړینه ده چې د کمېسیون په رهبرۍ کې پراخ بدلون راشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون اوسنۍ رهبري په ملي او نړیواله کچه خپل باور بایللی دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"که د جمهوري ریاست انتخاباتو د همدې کمېسیون په مشرتابه ترسره شي، نو د ولسي جرګې له انتخاباتو به بد انتخاباتو ولرو، په‌دې برخه کې د سیاسي ګوندونو اندېښنې پرځای دي، باید په خبرو ونه غولېږو، کمېسیون په ملي او نړیواله کچه باور له لاسه ورکړی او ممکن په مالي سرچینو ناوړه تاثیر ولري باید په رهبري کې پراخ بدلون راشي."

ښاغلی رشید زیاتوي هر هغه چا چې تېر انتخابات بدنام کړي په انتخاباتو یې د خلکو باور ته زیان رسولی، باید محکمه حساب او کتاب ورسره وشي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټولو کارکوونکو ارزیابي یې پیل کړې او هر هغه چا چې په خپل کار کې ناغېړي او یې درغلۍ کړې وي، له دندې به لري او عدليې او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG