د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۳

له څو کاندیدانو د لوی ملي ائتلاف ملاتړ او د لومړۍ مرستیالۍ لپاره د دوستم هڅې!


د انتخاباتو په اړه د سیاسي ناندرو په لړ کې ځیني منابع وايي، ممکن ګلبدین حکمتیار د لومړي کاندید او عبدالرشید دوستم یې د لومړي مرستیال په توګه، له یوه بل کاندید سره د انتخاباتو میدان ته ورشي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې پخوا تر دې یې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دوه کسان لرل، اوس د څو کاندیدانو خبره کوي.

د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د څو لومړیو کاندیدانو به یو غوره کېږي او د ائتلاف غړو پرې خبرې پیل کړي دي.

ده وویل:

"د ائتلاف په مخکې څو کسان غوره شوي، لومړی دا چې د ائتلاف دننه د یوه کاندید ملاتړ وکړي او معرفي يې کړي، دوهم دا چې له ائتلافه بهر په ځانګړو شرایطو له یوه کاندیده ملاتړ وشي او درېیم دا چې په دغو غوراوي کار روان دی او ډېر ژر به یې په اړه تصمیم ونیول شي."

جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، مردم افغانستان او د ملي جنبش ګوند د افغانستان د لوی ملي ائتلاف غړي ګوندونه دي.

د ملي جنبش د ګوند مشر او د دغه ائتلاف غړي، د یوه لومړي کاندید د لومړي مرستیال د څوکۍ ترلاسه کول غواړي.

د ملي جنبش د ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي دوستم له۲۰ ولایتونو ۵۰۰ کسان غوښتي چې په دې اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

ته وویل:

"د دوی له مشورو وروسته یو پلاوی ټاکو، دغه پلاوی له لومړیو کاندیدانو سره ویني، شرایط ېې اوري او خپل شرایط هم ورته وايي، څه چې له لومړیو خبرو ښکاري، لومړی معاونیت زموږ سره کرښه ده، له هر ټیم سره چې په لومړي معاونیت کې وو، وروسته به ژورو بحثونو ته ورشو."

مخکې له دې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف غړي او د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر محمد محقق ازادي راډیو ته ویلي چې دمګړۍ له ځینو سیاسي اړخونو سره په خبرو بوخت دی چې د یو انتخاباتي ټکټ په جوړولو هوکړه وشي.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست ته د احتمالي کاندید حنیف اتمر یوې نېږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د لوی ملي ائتلاف اکثره غړي، په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي اتمر ملاتړ کوي، خو د یاد ائتلاف د کوم غړي نوم یې وانه خیست.

پخوا تر دې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې راتلونکو انتخاباتو ته کاندید دی.

د ښاغلي غني ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جمهور رئیس د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په راتلونکو انتخاباتو کې د ځان د کانديدولو په اړه د تیارۍ خبره کړې ده.

د ښاغلي اتمر نېږدې سرچینو ویلي چې محمد یونس قانوني او محمد محقق د اتمر د لومړي او دوهم مرستیال په توګه د ده له اتنخاباتي ټکټ سره یو ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د را روان کال د حمل ۳۱ مه د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره اعلان کړې ده.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغو انتخاباتو ته به د کاندیدانو نوم لیکنه د جدي په لومړۍ نېټه پیل شي.

د افغانستان د تابعیت د تذکرې لرل، په جرایمو نه محکومېدل، ۴۰ کلن عمر او د یو لکو رأیو درلودل د جمهوري ریاست د کاندیدانو لپاره مهم شرطونه دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کمېسیون تمه لري چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمېر لږ وي.

ذبیح سادات
ذبیح سادات

​ده وویل:

"له ټولو کاندیدانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه ده چې له زیاتو کاندیدانو ډډه وکړي، تر څو د کمېسیون لپاره ستونزې پېښې نه شي او خلک هم وتوانېږي چې په اسانۍ سره رأیه ورکړي."

بل خوا تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل، د دوی ګونډ به په مستقله توګه په انتخاباتو کې برخه وانه خلي، خو د دغه ګوند یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، ځیني سیاسي جریانونه هڅه کوي چې ښاغلی حکمتیار د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شي.

سرچینې پرته له دې چې د کوم سیاسي جریان نوم یاد کړي، وېې ویل چې کوم سیاسي جریانونه چې حکمتیار د کاندید په توګه معرفي کوي، هغوی به د ده په ټکټ کې د لومړي او دوهم مرستیال په توګه برخه ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG