د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۱

د افغانستان په شمول په ځينو اسلامي هېوادونو کې د ۱۹۷۹ کال لویې پېښې!

۱۹۷۹ هغه کال دی چې په ترڅ کې یې په عربي او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې داسې تاریخې او لویې پېښي ثبت شوي چې تر څلوېښتو کلونو وروسته یې هم په یو ډول اغېز پاتې دی.

د فرانس پرېس خبري آژانس په دې راپور کې لومړی د ایران اسلامي انقلاب ته اشاره شوې چې د ۱۹۷۹ کال د جنورۍ پر ۱۶مه شوی دی.

په دې نېټه کې د ایران وروستی پاچا محمد رضا پهلوي چې لوېدیځ پلوی و، دده د رژیم پر وړاندې د څو میاشتنیو اعتراضونو وروسته له هېواده تېښتې ته اړ شو.

شيعه مذهبي مشر ایت الله خمیني چې په جلاوطنۍ کې یې دغه اعتراضونه رهبري کړل، د همدې کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په بریالیتوب سره بېرته ایران ته ولاړ.

ایت الله خمیني
ایت الله خمیني

​د رضا شاه حکومت لس ورځې وروسته له هغه ړنګ شو چې پوځ یې د پاچا پر ضد شو.

تر دې یوه ورځ وروسته د ایران دولتي راډیو د پاچاهۍ او د ۲۵۰۰ کلن مطلقه حکومت ختمېدل اعلان کړل.

د دې کال په اپرېل کې اسلامي جمهوري نظام نافذ شو چې اساسي قانون یې تر ډېره پر شیعه قوانینو متمرکز دی.

د دې کال د مې په ۵مه خمیني سپاه پاسداران انقلاب جوړوي چې همدا د دې رژیم په پوځ بدلېږي.

د دې انقلاب پر مهال د ایران د تېلو په تولید کې کموالی راغی چې ورسره د تېلو بیه لوړه شوه او په لوېدیځو هېوادونو کې د تېلو بحران رامنځته شو.

د فرانس پرېس خبري اژانس د مصر په اړه لیکي چې د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۲۶مه د عرب او اسرائیلو تر منځ لومړنی د سولې تړون لاسلیک شو.

دا تړون د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیل صدراعظم مناخم بیګین ترمنځ په واشنګټن کې لاسلیک شو.

دغه تړون د امریکا د هغه مهال د ولسمشر جیمي کارتر په حضور کې لاسلیک شو او ورسره د دوو ګاونډیو ترمنځ جګړه ختمه شوه.

په دې سره مصر ته داسې شرایط برابر شول چې په ۱۹۸۲ کال کې د سینا ټاپووزمه بېرته ورغوي.

پر دې ځای اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې یرغل کړی و، خو عرب هېوادونو پر دغه تړون د خیانت په نامه انتقاد وکړ او له مصر سره یې اړیکې پرې کړې.

دغه راز په مصر کې دننه هم پر انور سادات انتقادونه راپورته شول چې دی په ۱۹۸۱ کال کې ووژل شو.

راپور د سوریې په اړه لیکي:

"د ۱۹۷۹ کال د جون پر ۱۶ د سوریې اتیا تنه پوځي زده کوونکي په شمالي ښار حلب کې په خپله اکاډمۍ کې په ډزو او د لاسي بمونو په چاودنو کې ووژل شول."

دوی د شیعه مذهب د علوي اقلیت څخه وو، د سوریې د اوسني ولسمشر بشار الاسد پلار حافظ الاسد هم چې هغه مهال ولسمشر و، د علوي اقلیت و.

د هغه برید مشر یو سني مذهبی پوځي روزونکی و چې د علویت په لور یې د هغه مهال د رژیم د خلاصې غېږي له کبله غوصه راپارېدلې وه.

د دې پېښې په غبرګون کې حکومت اخوان المسلمین وځپل.

اخوان المسلمین تر ځپل کېدو د مخه په ۱۹۸۲ کال کې په هاما ښار کې وسله وال پاڅون پیل کړی و او دا پاڅون د لسو تر څلوېښتو زرو کسانو د ژوند په بیه تمام شو.

د عراق په اړه راپور لیکي، د ۱۹۷۹ کال د جولای په ۱۶مه صدام حسین د عراق ولسمشر شو.

صدام د ۱۹۶۸ کال تر کودتا وروسته د خپل بعث ګوند یو له ډېرو پیاوړو کسانو څخه وو.

د هغه د واکمنۍ پر مهال عراق له یو شمېر بحرانونو سره مخامخ شو چې یو یې له ایران سره جګړه وه.

صدام حسین تر هغو په واک کې پاتې شو چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشرۍ د یرغل پر مهال له واکه لېري او تر هغه درې کاله وروسته اعدام شو.

فرانس پرېس خبري اژانس یو ځل بیا د دې کال په نومبر میاشت کې په ایران کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو برمته کېدو ته اشاره کړې ده.

دغه امریکایي ډیپلوماتان د اسلامپالو زده کوونکو له خوا نیول شوي وو او د شاه د بېرته ورستنېدو غوښتنه یې کوله.

رضاه شاه پهلوي هغه مهال په امریکا کې تر درملنې لاندې و.

په دې پېښه کې ۵۲ ډیپلوماتان د ۴۴۴ ورځو لپاره ونیول شول.

دې مسئلې د واشنګټن او تهران تر منځ اړیکو کې درز پیدا کړ چې تر ننه پورې دوام لري.

سعودي عربستان هم له هغو هېوادونو دی چې په ۱۹۷۹ کال کې د یوې لویې پېښې شاهد و.

د دې کال د نومبر په ۲۰مه څه باندې ۴۰۰ اسلامي تندلارو په مکې کې د اسلام پر تر ټولو سپیڅلي جومات یرغل وکړ او زرګونه کسان یې یرغمل کړل.

دوی ادعا کوله چې له دوی سره نوی ژغورونکی یا مهدي شته چې په څو احادیثو کې یې وړاندوینه شوې چې له ناخوالو څخه به اسلامي نړۍ پاکوي.

سعودي ځواکونو تر دې پېښې دوه اوونۍ وروسته عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې ۳۳۳ سرتېرې، یاغیان او ملکي وګړي ووژل شول.

دا په سعودي عربستان کې د افراطي اسلامپالۍ پیل و.

او د افغانستان په اړه په دې راپور کې راغلي چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، څو د هغه وخت د افغانستان د کمونست حکومت ملاتړ وکړي.

دغه اشغال نهه کاله دوام وکړ.

تر دې وروسته افغان مجاهدینو د امریکا او سعودي د پټو استخباراتي کړیو په ملاتړ د شوروي پر ضد وسله وال مقاومت وکړ.

د سعودي عربستان یوه شتمن تندلاري اسلامپالي اسامه بن لادن په دې ځای کې اساسي رول ولوباوه، داسي چې تر ډېره یې عرب داوطلب کسان د دغې جګړې لپاره د جهاد په نامه استخدام کړل او د القاعده د مشر په توګه یې د نړۍ په سطحه یې د لوېدیځ پر ضد مبارزه یا جهاد راوپاراوه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG