د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د کندهار چارواکي: په میوند او ښورابک کې ۱۲ پولیس او ۷ طالبان وژل شوي


د کندهار په میوند او ښورابک ولسوالیو کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۲ پولیس او ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

  • د میوند ولسوالۍ پېښه

لومړۍ پېښه د کندهار د میوند ولسوالۍ د خاک چوپان په سیمه کې د ملي پولیسو په یوې امنیتي پوسته کې رامنځته شوې.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز ازادي راډیو ته وویل چې د وسله‌والو طالبانو یو نفوذي کس خپل پنځه پولیس ملګري وژلي او یو یې ټپي کړی.

د عزیز په وینا حمله کوونکی تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

  • د ښورابک ولسوالۍ پېښه

په عین وخت کې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د کندهار د ښورابک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوستې حمله کړې.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز ازادي راډیو ته وویل، په‌دغه جګړه کې چې د سهار تر څلورو بجو يې دوام کړی ۷ سرحدي پولیس او ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي؛ درې سرحدي پولیس او پنځه وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره شپه یوه بجه د سرو څاهانو په سيمه کې وسله‌والو مخالفينو پر يوه پوسته حمله کړې چې تر ۴ بجو يې دوام کړی، په نښته کې ۷ سرحدي پوليس شهيدان شوي او ۳ زخميان دي، همدارنګه ۷ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي او پنځه تنه زخميان شوي دي، په دغه نښته کې د وسله‌والو مخالفينو څخه يو شمېر جسدونه او وسلې هم د پېښې په ځای کې پاتې دي."

وسله‌والو طالبان د دغه پېښو مسؤلیت منلی.

طالبانو په دوو جلا جلا پیغامونو کې ادعا کړې چې په لومړۍ پېښه کې د دوی دوو نفوذي ملګرو اووه امنیتي سرتېري وژلي او په دوهمه پېښه کې يې ۱۷ امنیتي سرتېري وژلي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې او اته پولیس‌يې ووژل.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG