د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

ولسمشر غني په ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو په شتون او حاضرۍ ټینګار وکړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو په شتون او حاضرۍ ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر وايي چې ولسوالۍ د ولسونو او دولت ترمنځ د تماس لومړۍ نقطه ده او په وینا یې چې که ولسوالۍ کمزورې وي، د نظام د کمزورۍ په معنی دي.

محمد اشرف غني چې د یکشنبې په ورځ یې د ولسوالانو دوهم ملي کنفرانس په پایغونډه کې وینا کوله، وویل چې ولسوالۍ د ثبات او هوسا ژوند لومړی خط دی او په راتلونکي کې به د سولې لومړۍ کرښه شي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې په ټوله کې ما ته په حکومتوالۍ کې د ولسوالیو رول ځانګړی اهمیت لري او په ولسوالیو کې یې د قاضیانو او څارنوالانو په شتون ټینګار وکړ.

ده وویل:

"له جناب قاضي القضات او له لویې څارنوالۍ غوښتنه کېږي چې د قاضیانو او څارنوالانو چې له کوم موجه عذر پرته په سیمه کې نه وي، د حاضرۍ او معلوماتو شریک کولو په اړه یې راپور چمتو کړي او په عین حال کې ټولو ولسوالانو ته سپارښتنه کېږي چې د قاضیانو او څارنوالانو د حاضرېدو په اړه سیمه ییزو ارګانونو ته معلومات ورکړي چې له ما سره یې شریک کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تل داسې انتقادونه موجود دي چې په یو شمېر ولسوالیو کې د څارنوالانو او قاضیانو د نه شتون له امله، د سیمې خلک خپلې حقوقي او جزايي ستونزې د وسله والو طالبانو په محکمو کې حل کوي.

دا چې په څومره شمېر ولسوالیو کې دغه ستونزه موجوده ده، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ نظر را واخلو، خو بریالي نه شو.

د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهانو په هېواد کې د بېلابېلو ستونزو ترڅنګ په ولسوالیو کې د حکومتوالۍ د خدمتونو په ځانګړې توګه، د عدلي او قضايي ادارو نه شتون یو له اساسي ستونزو بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، کله چې د خلکو ترمنځ ستونزې هوارې نه شي، تر قتل رسېږي چې بیا دا په خپل وار له ناامنۍ سره مرسته کوي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

نوموړي وویل:

"کله چې قاضي او څارنوالان په یوه ولسوالۍ کې نه وي، د خلکو ترمنځ حقوقي، جزايي او مدني ستونزې نه هوارېږي، د خلکو ترمنځ ستونزې زیاتېږي حتی قتل رامنځته کېږي چې دا بیا خپله له ناامنۍ سره مرسته کوي."

ښاغلی رنجبر زیاتوي، کله چې پولیس مجرم ونیسي، څارنوال یې دوسیه بشپړوي او د پرېکړې لپاره یې قاضي ته لېږي، خو کله چې له څارنوالانو او قاضیانو یو هم نه وي، بیا هم دوسیه نه بشپړېږي او خلک مجبور دي چې د طالبانو محکمو ته مراجعه وکړي.

نوموړی ټینګار کوي، کله چې په ولسوالیو کې حکومتي ادارې فعالې وي، کولای شي چې له امنیت، سولې او ثبات او همداشان له بیا رغونې سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG