د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

احمدزی: د غوڅ ملاټر په همکارۍ په شمال زون کې د ایثار ۱۰ عملیات پیل شول


آرشیف
آرشیف

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د دولت ضد وسله والو د له منځه وړلو لپاره د ایثار ۱۰ ژمنيو عملیاتو له پيله خبر ورکوي.

د شاهین قول اردو مشر جنرال محمد ولي احمدزی وايي چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه هم په دې عملیاتو کې پراخه ونډه لري او د ایثار ۱۰ عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو ځواکونو له خوا پيل شوي دي.

هغه وویل چې د ایثار ۱۰ عملیاتو د ترسره کېدو یې اساسي هدف د جوزجان- فاریاب د لویې لارې خلاصېدل او په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو محوه کول دي.

ارشیف
ارشیف

​ښاغلي احمدزي د ایثار ۱۰ عملیاتو په اړه داسې وویل:

"د ایثار ۱۰ عملیات په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې پيل شوي او (آر.اس) ځواکونه یې ملاتړ کوي چې ډېر په شدت سره پر مخ ځي، له دې عملیاتو هدف د مخالفینو د له منځه وړل او د جوزجان- میمنې لارې خلاصول دي."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مشر په خبره چې په دې عملیاتو کې د کومانډو ځواکونو او د ملي اردو د ضربتي قطعاتو په ګډون، د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو ملي پولیس او ملي اردو ځواکونه هم برخه لري.

د جنرال محمد ولي احمدزي په خبره چې خلکو ته د مخالفینو د مزاحمت د مخنیوي په هدف، دوی پر ایثار ۱۰ عملیاتو په ډېره اساسي او سېستماتیک توګه دوه میاشتې کار کړی، تر څو وکولای شي چې د عملیاتو په ترځ کې د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي.

د شاهین قول اردو مشر وايي چې وسله وال طالبان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ هڅه کوي چې په شمال زون کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو د تطبیق مخه ډب کړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:

"وسله وال مخالفین د ځینو ګاونډيو هېوادونو له ملاتړه برخمن دي او هڅه کوي چې د پراختیايي او عام المنفعه پروژو د پلي کېدو مخه ډب کړي، خو مونږ دوی ته د دې کار د ترسره کولو اجازه نه ورکوو."

د شاهین قول اردو چارواکي وايي، د دولت ضد وسله وال مخالفین له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخې جکړې وړتیا نه لري او له همدې امله د عملیاتو په ترځ کې د استوګنې له کورونو او له عام وګړو د سپر په توګه ګټه اخلي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG