د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د میدان ښارواله: د حاجي غلام محمد په نوم یو کس یې بیا د معرفۍ مخه ونیوه


د میدان ښارواله ظریفه غفاري وايي چې یو ځل بیا د حاجي غلام محمد په نوم یو کس یې د معرفي کېدو مخه ونیوه.

د میدان ښارواله تور پورې کوي چې غیر مسؤل وسله وال کس حاجي غلام محمد یې کار ته نه پرېږدي.

ظریفې غفاري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سیمه ییزه اداره په دې برخه کې ناغېړي کوي.

ظریفه غفاري
ظریفه غفاري

دا وایي:

"له بده مرغه نن حاجي غلام محمد له وسله والو کسانو سره د ښاروالۍ ریاست ته ننوت او زما د معرفي کېدو مخه یې ونیوله چې دا د ولسمشر فرمان او د ښځو د حقونو په وړاندې یو ښکاره بغاوت دی چې د والي په وړاندې کېږي."

ظریفه غفاري شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښارواله وټاکل شوه، خو نوموړې وايي چې په هغه وخت کې د مصلحت او قومي زورواکو له خوا یې د کار مخه ډب شوې وه.

اغلې غفاري زیاتوي چې نوموړې د بریالیتوب له مودې راهیسې دندې ته نه ده پرېښودل شوې او په کابل کې اوسېږي.

ښارواله وايي چې ټاکل شوې وه چې د شنبې په ورځ له کابله یو لوړ پوړی پلاوی او د میدان سیمه ییزه اداره نوموړې معرفي کړي، خو د ولسمشر د سلاکار حاجي موسی د ورور حاجي غلام محمد له خوا یو ځل بیا کار ته پرې نښودل شوه.

حاجي غلام محمد مني چې ظریفه غفاري یې کار ته نه ده پريښې او دلیل یې هم د ښاروالۍ پوست ته جعلي بریالیتوب په ګوته کوي.

غلام محمد ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړې پرځای انجنیر یاسین بریالی شوی و، خو د رشوت له لارې اغلې غفاري یاد پوست ته بریالۍ اعلان شوې ده.

ده وویل:

"هو موږ یې په رښتیا مخه نیولې ده، په همدې دلیل مو یې مخه نیولې ده چې د دې پرځای انجنیر یاسین کاندید و، هغه ورنه زیاتې نمرې وړې وې، ظریفه په جعل ښارواله ټاکل شوې، موږ له خپلو حقونو دفاع کوو، یوازې دا زما خبره نه ده، د ټول میدان وردګ او ولس خبره ده، نومړې دې په یو کس تور نه لګوي."

دا چې ولې د میدان والي او سیمه ییزې ادارې د نوموړې په معرفي کېدو کې مرسته نه ده کړې، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د والي نظر را واخلو، خو والي خبرو ته حاضر نه شو.

خو د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي چې د یکشنبې په ورځ په دې اړه غونډه نیول کېږي او د معرفي کېدو په اړه یې وروستۍ پرېکړه کېږي.

په ورته وخت کې د میدان ښاروالۍ ډاډمنه نه ده چې غلا محمد به د نوموړې د معرفي کېدو اجازه ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG