د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

افغان چارواکي: د افغانستان د سولې په تړاو سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې


آرشیف
آرشیف

افغان چارواکي وايي، د افغانستان د سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده.

افغان چارواکي سولې ته د رسېدو په لار کې وروستۍ هڅې مهمې بولي او وايي، د دغو هڅو په نتیجه کې سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد مېثم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس هیله دا ده چې دغه اجماع د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه مساعده کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد مېثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد مېثم

نوموړي زیاته کړه:

"کومې ناستې چې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې په کچه ترسره شوي، د جاکارتا له ناستې نيولې تر تاشکند او سعودي عربستانه پورې دا ښيې چې د سیمې په کچه يو اجماع رامنځته شوی، خو هغه څه چې موږ ته مهم دي د دغه اجماع نتیجه ده او هغه دا چې جنګ کم شي او موږ له سیاسې لارې نتیجې ته ورسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې لپاره هڅې زیاتې شوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په تېرو څو اونیو کې د سیمې هېوادونو ته سفرونه درلودل.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپل درېیم پړاوو سفرونو کې له پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان او بلجیم نه لیدنه وکړه او ټاکل شوې چې متحده عربي اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

ښاغلي خلیلزاد له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان په ګډون دوه ځله د سیمې يو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل او په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره هم ولیدل.

ښاغلي خلیل‌زاد هیله ښودلې چې د سولې هڅې نتیجه ورکړي او له ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشي.

بل‌خوا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی سید علي کاظمي وايي چې په سیمه ییزه اجماع کې باید هڅه وشي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان همکارۍ ته زیاته توجه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ښه دی چې د افغانستان حکومت د ملي اجماع لپاره يو لړ ګامونه اخېستې او په دې برخه کې باید هڅې لا زیاتې شي، دا شان په سیمه ییزه اجماع کې هم يو شمېر هېوادونه زیات اغېزمن دی، تمه لرو چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان په همکارۍ هڅې لا زیاتې کړي څو په دې برخه کې پاکستان وهڅوي چې کارنده او عملي ګامونه واخلي."

د افغانستان حکومت هم په دې وروستیو کې د سولې عالي مشورتي بورډ جوړ کړی، له مختلفو اقشارو یې ۹ کمېټې رامنځته کړي او له طالبانو سره یې د مذاکراتو لپاره يو ۱۲ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

که څه هم طالبانو تردې مهاله له افغان حکومت سره مخامخو خبرو ته کوم چمتوالی نه دی ښودلی خو د سیاسي چارو کارپوه جاوېد مهمند وايي چې د افغانستان په سولې په اړه ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته په کتو دغه ډله پرته له سولې بله لار نه لري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG