د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران د القاعده شبکې پټن ځای دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران د القاعده شبکې پناه ځای دی او دا هېواد له طالبانو څخه هم ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران په افغانستان کې له طالبانو او په یو شمېر نورو هېوادونو کې له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

مایک پامپیو دا څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وکړې چې د ایران په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي وویل:

"دا هغه هېواد «ایران» دی چې د ملګرو ملتونو د هغو پریکړه لیکونو څخه يې چې د القاعده شبکې، افغانستان،لبنان، یمن او سومالیا په اړه خپاره شوي، سرغړونه کړې ده حتې همدا شېبه چې موږ دلته ناست یو، ایران د القاعده شبکې پټن ځای دی. په افغانستان کې له طالب وسله والو ملاتړ کوي. په لبنان کې تروریستانو ته وسلې ورکوي، د ډبرو سکرو د غیرقانوني تجارت لپاره په سومالیا کې له الشباب ډلې ګټه اخلي او د عراق شیعه وسله والو روزي او تمویلوي يې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، واشنګټن د امنیت د نړیوالې شورا له نورو غړو سره ګډ کار کوي چې پر ایران د دې هېواد د میزائیلو د پروګرام په خاطر بیا بندیزونه ولګوي.

مایک پامپیو وویل، پر ایران د ملګرو ملتونو لخوا د وسلو بندیز باید تر ۲۰۲۰ کال پر ځای پاتې شي.

"ایران نن په منځني ختیځ کې د بالستیک میزائیلو تر ټولو لوی ځواک دی. ایران له لسو زیات د بالستیک میزائیلو سیستمونه لري یا د پرمختګ په حال کې دي. سلګونه میزائیل لري چې په سیمه کې زمونږ شریکانو ته یو ګواښ بلل کیږي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروسته تر هغې د ایران په اړه غونډه وکړه چې د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب د هوايي ځواک قوماندان جنرال امیر علي حاجي زاده تائید کړه چې ایران یو بالسټیک میزائیل ازمویلی دی.

لویدیځو هېوادونو دا ازموینه غندلې ده او امریکا د ایران دا کار د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱پریکړه لیک څخه سرغړونه بللې ده.

خو ایران وايي، د دې هېواد د میزائیلو پروګرام دفاعي بڼه لري او د دې هېواد میزائیل د اټمي سروکو د انتقال لپاره نه دي جوړ شوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي مرستیال اسحق الحبیب امریکا تورنه کړه چې د بندیزونو په لګولو معتاد او جګړه غوښتونکی دی.

نوموړي وویل، د بالستیک میزائیل ازموینه د ۲۰۱۵ کال له اټومي موافقې څخه چې امریکا ترې وتلې ده ،سرغړونه نه ده .

XS
SM
MD
LG