د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

د بریتانیا صدراعظمه: اوس اړتیا ده چې د بریګزیټ د عملي کېدو دنده پرمخ بوزم

د بریتانیا صدراعظمه ټرزا مې وایي، له اروپایي ټولنې څخه د بریګزیټ یا له له‌دې ټولنې د بریتانیا د وتلو د طرحې په اړه د لا ډېرو امتیازاتو په لټه کې ده.

ټرزا مې دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې په یوې رأیې ګیرۍ کې و توانېده د خپل ګوند د باور رأیې بیا ترلاسه کړي او د خپل محافظه کاره ګوند د مشرۍ په توګه پاته شي.

څو ساعته وروسته له هغه چې د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې د خپل محافظه کاره ګوند د مشرۍ لپاره د باور رأیې واخېستلې د خپلو پلویانو او د ګوند د غړو د دې اقدام ستاینه یې وکړه او ویې ویل، د هغو کسانو اندیښنې یې هم واورېدلې چې د دې پر ضد یې رایه ورکړې وه.

مې وویل، تر دې رای ګېرې وروسته اوس دې ته اړتیا ده چې د بریګزیت د عملي کېدو دنده پرمخ بوزي او د بریتانیا د خلکو لپاره یوه ښه راتلونکې جوړه کړي.

ټرزامې
ټرزامې

نوموړې وویل:

"اوس زموږ د نوي ماموریت وخت دی، د بریګزیت عملي کيدل چې خلکو رأیې ورکړي دي، د هېواد بېرته یوځای کېدل او د یوه داسې هېواد جوړېدل چې په واقعي ډول د هر وګړي لپاره کار وکړي."

ټرزا مې همدا راز د دې مخالفو رأی ورکوونکو په اړه وویل:

"کله چې زه د ډسمبر پر دیارلسمه اروپایې شورا ته ولاړه شم زه به د قانوني او سیاسي ډاډ ترلاسه کولو هڅه وکړم چې کولی شي د پارلمان د هغو غړو اندیښنې راکمې کړې چې د شمالي ایرلنډ او آیرلنډ جمهوریت ترمنځ د خلاصي پولې په اړه یې لري."

د دې اشاره د اروپاېي ټولنې هغو غوښتنو ته وه چې وایي، د بریګزیت د موافقې د هغې مادې په اړه دې غور وشي چې د شمالي آیرلنډ او ایرلنډ جمهوریت تر منځ د نامحدودې خلاصي پولي په اړه ده.

ایرلنډ جمهوریت د اروپایې ټولنې یو غړی دی او په پام کې ده شمالي آیرلنډ له بریتانیا سره یوځای له دې بلاکه ووځي .

پرون د رأیې اخېستو په نتیجه کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ، ټرزا مې د محافظه کاره ۲۰۰ وکیلانو د باور رأیې خپلې کړي. دا به د صدراعظمۍ دندې ته هم دوام ورکوي.

۱۱۷ وکیلانو ورته د عدم اعتماد رأیې ورکړې. دغو ناراضه وکیلانو ویل چې مې نوره مناسبه مشره نه‌ده چې له اروپایي اتحادیې د وتلو موافقه چې بریکزیټ نومول شوې، عملي کړي.

مې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال له اروپایي اتحادیې د بریتانیا د وتلو لپاره د ټول‌پوښتنې له ترسره کېدو وروسته صدراعظمه شوې، خپلو ګوندي ملګرو یې له بروکسل سره د شوې موافقې په خاطر سخت انتقادونه پرې کړي دي.

له رأیې اخېستو مخکې مې هڅه وکړه چې د هغو وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړي چې په پریکړه کې زړه نازړه و او ورسره ژمنه یې وکړه چې د ۲۰۲۲ کال ترانتخاباتو مخکې به استعفا وکړي.

هغې د ډسمبر په لسمه په پارلمان کې پر شوې موافقې چې له اروپایي اتحادیې د بریتانیا د وتلو شرایط پکې واضح شوي، حساسه رايې ګېري وځنډوله او اندیښنه یې دا وه چې ښایې طرح یې منفي رایه واخلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG