د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، د عدالت غوښتنې په هدف یې بهرنۍ مدافع وکیله نېولې ده.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وایي، په هېواد کې دننه عدلي او قضایي ارګانونو تردې دمه پردې لګېدلو د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا تورونو ته رسیدنه نهده کړې، نو ځکه یې بهرنۍ مدافع وکیلې نیولی ده.
اغلې کوفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که یې په افغانستان کې ستونزې ته رسیدنه ونهشي نړیوالو ته به مراجعه وکړي:
"ولې مې بهرنۍ مدافع وکیله ونیوله، دا ځکه چې تاسو شاهدان یاست چې څلور میاشتې مې د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه تجربه کړل، څو ځلي محاکمو او لويې څارنوالۍ ته ورغلم، خو پایله یې نه لرله، زه فکر کوم چې دلته د عدالت د ټینګښت لپاره یو څه نړیوال فشار به هم اغېز ولري، سره له دې چې افغانستان نړیوال حقوقي کنوانسیونونه لاسلیک کړي، خو بیا هم نړیوال فشار ته اړتیا وه."
اغلې کوفي دا هم وایي چې په لویه څارنوالۍ کې یې د خپل حیثت د اعادې لپاره د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي او په بدخشان کې د دوه هغه وسلهوالو په ضد دعوا خلاصه کړې چې نوموړې یې د سیاسي او شخصي سلیقو له امله د ولسي جرګې لپاره د یو نامعلوم جرم په تور د نوماندۍ له لېسته لرې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاتي شکایتونو کمېسیون د اسد په ۲۰ دوی ته د رسېدلو شکایتونو پر بنسټ د ۳۵ کسانو نومونه د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته لرې کړل چې په دې کې بدخشان ولایت ته د ولسي جرګې د کاندیدي فوزیه کوفي نوم هم شامل و.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تازه نظر په اخېستو بریالي نه شو خو مخکې دغه کمېسیون ویلي وو چې د اسنادو پر بنسټ یې یو شمېر پخواني وکیلان چې بیا یې ځانونه ولسي جرګې ټاکنو ته کاندید کړي وو، د ځمکو د غصب، د غیر مسوولو وسلهوالو په درلودلو او ان په ناامنیو کې د لاس لرلو په تور له د کاندیدانو له نوملړ ایستي دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تر دې پرېکړې وروسته یادو کاندیدانو په وار وار اعتراضونه هم وکړل او د دوی پر وړاندې شوې پرېکړه یې نه عادلانه او غیر قانوني وګڼله.
اغلي کوفي په اوسنۍ ولسي جرګه کې د ښځو د چارو، بشري حقونو او مدني ټولنو د کمېسیون رئیسه ده.
د اغلې کوفي بهرنۍ مدافع وکیلې مېرمن کیم یادې خبري غوندې ته وویل:
"زه ډېره خوشاله یم چې د مېرمن کوفي مدافع وکیله یم، دا قضیه ډېره مهمه او اساسي ده نو زموږ ملاتړ ته یې اړتیا وه او ضرور هم ده چې رسیدنه ورته وشي."
خو د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو سره د اغلې فوزیه کوفي د څرګندونو په اړه وویل:
"د افغانستان لویه څارنوالي د مېرمن کوفي قضیه اخېستې او اوس تر څېړنو لاندې ده د افغانستان لویه څارنوالي به د دوی موضوع وګوري."
اغلې کوفي دا هم وایي چې پر ټاکنو د خلکو د تللي باور د لاسته راوړلو لپاره دې د ټاکنو په پایلو کې له دقته کار واخېستل شي، خو په خبره یې په بدخشان ولایت کې دې ټاکنې له سره وشي.
راپور: فیروزه عزیزي