د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

ولې سیاسي ګوندونه او جریانونه د یوه انتخاباتي ټیم په جوړولو ونه توانېدل؟


اته ورځې وروسته د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوم لېکنې لړۍ پیلېږي، خو یو شمېر احتمالي کاندیدان په‌دې باور دي چې د جمهوري ریاست انتخابات به په ټاکل شوي وخت، یعنې د حمل په ۳۱ ترسره نه‌شي.

د کورنیو چارو د پخواني وزیر محمد داوودزي د دفتر یو ویاند ویلي چې ښاغلی داوودزی د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه دی، خو اوس عمر داوودزی د سولې عالي شورا دارلانشاء د رئیس په توګه ټاکل شوی.

عمر داوودزی
عمر داوودزی

د ښاغلي داوودزي د دفتر ویاند سید میثم احساني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، عمر داوودزي ځکه د سولې عالي شورا د دارلانشاء ریاست وړاندیز ومانه چې په خبره یې د حمل په ۳۱مه د جمهوري ریاست انتخابات نه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په‌دې باور یو چې د تحلیلونو پر اساس د حمل په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات نه ترسره کېږي او ستونزو ته په کتو دا مهمه ده چې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي، په اوسنیو شرایطو کې وضعیت داسې مخ ته راغی، د دې پرځای چې موږ په نورو مواردو فکر وکړو، افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات ته په رسېدو باید فکر وکړو.​"

دی ټینګار کوي چې ښاغلی داوودزی په د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې کاندید وي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مهالویش پر اساس چې وړاندې خپور شوی و، د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي کال د حمل په ۳۱مه ترسره کېږي.

په همدې مهالویش کې راغلي چې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو نوم‌لېکنه به د جدي په لومړي نېټه یعنې اته ورځې وروسته پیل شي.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي و، هیله شته چې افغانان به د جمهوري ریاست له انتخاباتو وړاندې د سولې هوکړې ته ورسېږي.

له دې څرګندونو وروسته فکر کېده چې ښايي د جمهوري ریاست انتخابات وځنډېږي، خو د ملي یووالي د حکومت مشرانو وویل چې انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

د دې ترڅنګ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیالې ویاندې شیما علم سروش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه به بدله نشي او په خپل وخت به ترسره شي.

له بلې خوا تر دې دمه لا یو شمېر نور سیاسي ګوندونه او جریانونه نه‌دي توانېدلي چې انتخاباتي ټکټونه بشپړ کړي.

  • لوی ملي ائتلاف

له دې وړاندې د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویلي و چې د دغه ائتلاف غړي د یو ځانګړي کاندید په لرلو هوکړې ته ونه رسېدل او جمعیت اسلامي ګوند ته به دا صلاحیت ورکړل شي چې خپل نوماند معرفي کړي.

  • حزب وحدت

د حزب وحدت اسلامي ګوند مشر او د ملي ائتلاف غړي محمد محقق له دې وړاندې ویلي و چې د انتخاباتي ټکټ د بشپړېدو په هدف يې له یو شمېر سیاسي جریانونو سره خبرې روانې دي.

  • حزب اسلامي

حزب اسلامي هم په‌دې اړه چې کوم ځانګړی کاندېد به ولري او یا هم له بل کاندیده به ملاتړ وکړي وړاندې ویلي و چې په وروستۍ اوونۍ کې به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

خو اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت پخوانی مشاور محمد حنیف اتمر دوه هغه کسان دي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره يې د کاندیداتورۍ پرېکړه پر خپل ځای ده.

تر دې دمه لا د ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي ټکټ په اړه معلومات نشته خو یوې معتبرې سرچینې چې نه‌يې غوښتل نوم يې واخېستل شي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو په ځانګړي ډول صبغت الله مجددي، سید منصور نادري او د ګیلاني کورنۍ له حنیف اتمر سره یو ځای شوي دي.

د دغه سرچینې په وینا چې د لومړي مرستیال په توګه د یونس قانوني او د دوهم مرستیال په توګه د محمد محقق په ټاکلو سره د حنیف اتمر انتخاباتي ټکټ تړل شوی او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیداتورۍ د رسمي پیل سره سم به د انتخاباتو په کمېسیون کې خپل ځان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رسمي کاندید په توګه ثبت کړي.

خو دا چې تر دې دمه بېلابېل سیاسي ګوندونه او جریانونه د انتخاباتي ټکټ په جوړولو نه‌دي توانېدلي لامل یې څه دی؟

د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

احمد سعیدی
احمد سعیدی

"ښاغلي داوودزي باور درلود چې د حراست او ثبات شورا به یې کاندید کړي، خو دغه شورا له داوودزي سره د کاندید په توګه هوکړه ونه‌کړه، انور الحق احدي هم هیله لرله چې لوی ملي ائتلاف به يې کاندید کړي، خو دغسې ونه شول، زه باور لرم چې تر دې دمه د ښاغلي اتمر ټیم قوي ښکاري، ځکه زما د معلوماتو له مخې چې ښاغلي مجددي، پیر ګیلاني، سید منصور نادري، یونس قانوني او ښاغلی محقق د اتمر تر څنګ دي."

انورالحق احدي د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر او د ملي ائتلاف غړو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په‌دې اړه چې ایا په انتخاباتو کې به کاندید وي او که نه؟ وویل چې د کاندیدانو د رسمي نوم‌لیکنې پورې به خپلې پریکړې وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG