د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۹

بلخ کې د سولې په اړه د رسنیو ملي کنفرانس جوړ شو


مېډیوټیک افغانستان هېواد ته د سولې په راوستو په بهیر کې د خبریالانو د ونډې او رول په اړه په بلخ کې د ۱۵ ولایتونو د مدني فعالانو او افغان خبریالانو په ګډون د رسنیو ملي کنفرانس جوړ کړ.

په بلخ کې د مېډیوټیک «د خبریالان رسنیز کور» د برنامو هغمږی کوونکی محمد صابر نقشبندي وايي، له دې ملي کنفرانس او ناستې څخه یې اساسي هدف د سولې او مصالحې په بهیر کې د رسنیو د رول د اهمیت بیانول دي.

ښاغلي نقشبندي په‌دې اړه وویل:

"د افغانستان له مختلفو زونونو خبریالان او ځوانان راغوښتل شوي څو د سولې د راوستو په بهیر کې د ژورنالېستانو او رسنیو اهمیت واضح کړو."

د بلخ د والي مرستیال محمد بشیر توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې بهیر دې د اسلامي ارزښتونو او قراني احکام په محوریت سره مخ ته ولاړ شي او په غیر صورت کې د سولې د راتګ ارمان به ژر تحقق پیدا نه‌کړي.

ښاغلی توحیدي په دې باور دی:

"باید د الهي دستور پر اساس ټول د قران په محوریت را ټول شو، د قرآن او دین له نظره جګړه او نقاق منفور شی دی او باید ترې ځان لېرې وساتو، هېواد ته یوه تل‌پاتې سولې راولو."

د رسنیو په‌دې ملي کنفرانس کې چې د سولې په باب جوړ شوی د هېواد د مختلفو ولایتونو خبریالان هم په کې پراخ حضور لري، دوی وايي چې رسنۍ د یوې ټولنې د قدرت څلورم رکن دی او پر خلکو د نفوذ کولو له ځانګړي قدرته برخمنې دي.

دا ژورنالېستان وايي، خبریالان او رسنۍ د سولې د ارمان د پوره کېدو په بهیر کې تر ټولو ډېر او اغېزمن رول لوبولی شي.

د کندهار ولایت د ازادو خبریالانو د بنسټ مشر احمد لودین چې د کنفرانس لپاره بلخ ته راغلی د سولې په بهیر کې د خبریالانو ونډې د اهمیت په اړه وايي:

"د خلکو د اذهانو د روښانه کولو او هغوی ته د سولې د اهمیت په بیانولو کې رسنۍ د پام وړ مثبت نقش ترسره کولی شي، د ملي ګتو مطابق او د اړتیاوو مطابق دې خپل نشرات تنظیم کړي او د سولې په باب دې راپورونه ولري. ښکېلو خواو ته دې هم ذهنیت ورکړي چې په جګړه کې یې خیر نشته او سوله د حل لار ده څو له سولې سره یو ځای شي."

په داسې حال کې د رسنیو ملي کنفرانس په هېواد کې د سولې د ټینګښت په اړه د مې‌یوټیک دفتر له‌خوا په بلخ کې جوړ شوی دی چې ولسمشر غني په روانه اوونۍ کې د سولې د راتلو په ټراو د هڅو په دوام د سولې مشورتي عالي بورډ د غړیو نوم‌لړ اعلان کړ چې جهادي څېرې هم په کې تر سترګو کېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی- بلخ

XS
SM
MD
LG