د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

فيفا د افغانستان د فوټبال فډراسيون پر رئيس محدوديت ولګاوه


کرام الدین کریم
کرام الدین کریم

د فوټبال نړيوال فډراسيون يا فيفا د افغانستان د فوټبال فډراسيون پر رئيس د لنډې مودې لپاره محدوديت ولګاوه.

پر کرام الدين کريم دغه محدوديت د افغانستان د فوټبال ښځينه ټيم د ځينو غړو د فزيکي او جنسي ځورونې د تورونو له کبله لګول شوى دى.

د دې اعلان له مخې ښاغلى کريم د ٩٠ ورځو لپاره په ملي او نړيواله سطحه د فوټبال په برخه کې فعاليت نه‌شي کولاى.

فيفا وايي، دغه بنديز پر دغو ځورونو د روانو تحقيقاتو په تړاو لګول شوى دى.

د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ مديرې خالدې پوپل، د دغه ټيم روزونکې کيلي ليندسي او ځينو نورو لوبغاړو د افغانستان د فوټبال فډراسيون چارواکي د فوټبالرانو په جنسي ځورونه تورن کړي دي.

دوى تېره مياشت ګارډين ورځپاڼې ته ويلي وو، په فبرورۍ مياشت په افغانستان کې دننه او په اردن کې د تمريناتي کمپ پر مهال ځورول شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا د ټولو افغانانو لپاره ټکان ورکوونکى خبر بللى، خو د افغانستان د فوټبال فډراسيون دا تورونه رد کړي دي.

د افغانستان لويې څارنوالۍ تېره يکشنبه د فوټبال فډراسيون د ٦ غړيو دندې وځنډولې.

XS
SM
MD
LG