د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۰

ولسي جرګه: د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له ۷۰ سلنې کمه بودجه مصرف کړې

د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون وايي چې د افغانستان د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د ۱۳۹۶ مالي کال په لړ کې له ۷۰ سلنې کمه پراختیایي بودجه مصرف کړې ده.

د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ هغه وزارتونه دي چې په ۱۳۹۶لمریز مالي کال کې نه دي توانېدلي چې خپله پراختیایي بودجه تر اویا سلنې ولګوي.

د ولسي جرګې مالي او د بودجې کمېسیون مشر محمد عظیم محسني د چهارشنبې په ورځ د یادې جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه کال په ترڅ کې ۶۱ سلنه او د پوهنې وزارت بیا ۳۶ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.

ده وویل:

"د اصلاعاتو او فرهنګ وزارت نه دی توانېدلی چې ۴۳ میلیونه افغانۍ له ټاکل شوې هغې یې مصرف کړي، د پوهنې وزارت هم له خپلې پراختیایي بودجې ۳۶ سلنه مصرف کړی، یعنې د لګښت لپاره ورته ټاکل شوې یو میليون او څلور سوه او پنځه دېرش زره افغانۍ یې نه دي مصرف کړي."

د افغانستان د ولسي جرګه د پرېکړې له مخې، هر هغه وزارت چې له اویا سلنې زیاته پراختیایي بودجه یې نه وي لګولي، وزیر به یې د دغې جرګې له خوا استېضاح شي.

په دې وروستیو کلونو کې د بودجې مصرف له جنجالي بحثونو دی چې یو شمېر وزارتونو د بېلابېلو لاملونو له امله هر کال نشي کولای چې پراختیایي بودجه تر اویا سلنې ولګوي.

په تېرو کلونو کې ځيني وزیران هم له همدې امله د ولسي جرګې له لوري استېضاح شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ هم ولسي جرګې د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سرپرستان استجواب کړي وو، خو استجوابیه غونډې ته د پوهنې وزارت څوک حاضر نه شول.

د ولسی جرګې اداري هیئت وایي، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د پوهنې وزارت له مسؤلینو یو کس استجوابیه غونډې ته حاضر شي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله سعیده مژګان مصطفوي دغې غونډې ته حاضره شوه.

اغلې مصطفوي په دې اړه چې ولې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر اویا سلنې بودجه نه ده مصرف کړې، وویل:

سعیده مژګان مصطفوي
سعیده مژګان مصطفوي

"بېلابيل لاملونه یې لرل، یوه ستونزه د وزارت وه او بله دا چې تېر کال چې کومه بودجه تصویب شوې وه، ۳۵۰ میلیونه افغانۍ وې، وروسته بیا د کال په نیمایي کې موږ ته پیسې راکړل شوې، دوه میليونه او پنځه سوه زره ډالر د مسک عینک له درکه راورسېدلي او ۲۱ میلیونه نورې د کال په نیمایي کې راکړل شوې چې له دې شمېره ځينې یې موږ ته د موافقې وړ نه وې."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې دا هم وویل چې په تېرو کلونو کې د دغه وزارت د بودجې مصرف له ۱۲ تر ۲۰ سلنه و چې تېر کال د یاد وزارت مصرف د پام وړ و.

د هغې په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې د روان کال په ترڅ کې خپله بودجه تر اتیا سلنې مصرف کړي.

راپور: فيروزه عزیزي

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG