د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

ارګ: یوازې مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو صلاحیت لري


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې یوازې مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو صلاحیت او واک لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د سولې مشورتي بورډ به له طالبانو سره د سولې د خبرو مسوولیت نه، بلکې د سولې په بهیر کې د ملي وحدت حکومت مشرانو او مذاکره کوونکي پلاوي ته سلا مشورې ورکوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، یوازې مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو صلاحیت لري.

نوموړی وايي:

"مذاکره کوونکی پلاوی به له وسله‌والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پرمخ وړي او مشورتي بورډ به بیا د ټول ملت په استازیتوب، ولسمشر او مذاکره کوونکي ډلې ته د سولې په بهیر کې سلا او مشورې ورکوي."

افغان ولسمشسر د چارو د ادارې د مشر عبدالسلام رحیمي په مشري د حکومتي چارواکو، والیانو، مرستیالانو او سیاسي څېرو په ګډون د سولې ۱۲ کسیز مذاکره کوونکی پلاوی ټاکلی.

بل‌خوا محمد اشرف غني د ځان په ګډون له جهادي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو جوړ د سولې مشورتي ۱۹ کسیز د سولې مشورتي بورډ هم رامنځ ته کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د مشورتي بورډ تشکیلاتو ته په کتو وايي چې دغه پرځای او ښه بورډ دی چې حکومت د سولې په برخه کې د مشورې لپاره جوړ کړی.

د دغې جرګې غړي عبیدالله بارکزي د دغه جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که حکومت پخواني طالب چارواکي هم بورډ کې شامل کړی وای، نو د مشورې حقوقي اړخ به پیاوړی شوی وای.

عبیدالله بارکزی
عبیدالله بارکزی

نوموړي زیاته کړه:

"د ښه تکمېل لپاره باید یو څو کسان له هغې ډلې ملاسلام ضعیف، مولوي وکیل احمد متوکل او معتصم اغا جان ور زیات شوي وای ښه به وای، اوس هم ډېر ښه ترکیب او ښه بورډ دی."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي استازي په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره هڅې زیاتې کړې او دا مهال د درېیم ځل لپاره په سیمه کې په سفر بوخت دی.

که څه هم د افغان حکوت وايي، چمتو دي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل کړ، خو وسله والو طالبانو لا تر اوسه هم د سولې مذاکره کوونکی پلاوی نه دی ټاکلی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG