د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د افغان حکومت له لوري د سولې د اعلان شوي مشورتي بورډ او د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه خپلې مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې د سولې لپاره واحد غږ ته اړتیا ده تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د ولسمشر د فرمان له مخې د سولې پروسې د عالي مشورتي بورډ ټاکل شوی دی.
په سرمقاله کې وړاندې د ولسمشر د فرمان له قوله لیکل شوي چې دغه بورډ د تل پاتې سولې د ټینګښت د هکړې د رامنځته کېدو په هدف له جهادي سیاسي او ټولنیزو مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره تر مشورو او بحثونو وروسته جوړ شوی دی.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې دغه بورډ به د سولې په برخه کې ولسمشر ته مشورې او د سولې په برخه کې مرسته کوي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې لا معلومه نهده چې دغه بورد به څومره په یو غږ او د یو هدف لپاره ګډ کار وکړي، خو په سرمقاله کې لیکل شوي چې شدیده اړتیا چې افغانان د سولې په برخه کې یو واحد غږ ولري.
د سرمقالې لیکوال وايي چې که څه هم دغه سیاستوال د ولس استازیتوب نهشي کولای خو باور لري چې چې که حکومت او مخالف سیاستوال په یو غږ د سولې دغو خبرو ته ورګډ شي له شک پرته په دغو خبرو کې د افغاني غوښتنو او ګټو د ځای پرځای کېدو شونتیا زیاتیږي.
سرمقاله لیکونکی لیکي:
سیاسي اختلافات په خپل ځای خو په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د سولې په اړه یو واحد غږ ولرو.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د سولې مشورتي بورډ له رامنځ ته کېدو هرکلی کوو.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د مشورتي بورډ جوړښت ته په پام چې سیاسي، ټولنیز او له حکومت د باندې مشهورې څېرې په کې شامل دي، دا امیداوري پيدا کوي چې له طالبانو سره خبرې او سوله په هېواد کې ممکنه ده.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې په مشورتي بورډ کې دې له حکومت د باندې کسانو ته زیات اختیار ورکړل شي چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته چې وايي، افغانان دې د امریکا د دوامداره همکارۍ په تمه د سولې په وړاندې خنډونه نه جوړوي اشاره کړې او په خپله سرمقاله کې يې ادعا کړې چې افغان حکومت د سولې په وړاندې سیستماتیک مقاومت پیل کړی دی.
د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د سولې د هلو ځلو په تېزېدو سره حکومت هم په خپل وخت د اساسې قانون له مخې د ولسمشریزو انتخاباتو په کېدو ټینګار کړی خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې د ملي یووالي حکومت جوړښت په خپله د اساسې قانون خلاف رامنځته شوی دی.
په سرمقاله کې وړاندیز شوی چې اوسنیو حالاتو ته په کتو باید هېڅ یوه ډله د سولې د روانو هلو ځلو په وړاندې خنډونه جوړ نه کړي بلکې له دې پروسې سره مرسته وکړي تر څو افغانان نور په سوله کې خپل ژوند تېر کړي.