د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

چارواکي: په هلمند کې د طالبانو سوق او اداره له‌منځه وړل شوې


د هلمند چارواکي وايي، په‌دې ولایت کې یې د طالبانو سوق او اداره له‌منځه وړې او د هغوی جنګي ماشین یې فلج کړی دی.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د سې شنبې په ورځ په لښکرګاه کې د نظامي شورا له نورو غړو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د تېرو دوو میاشتو راهيسې يې د طالبانو د رهبرۍ او سوق ادارې پر مرکزونو شپني عملیات او هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

په‌دې خبري غونډه کې چارواکو په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو لور ته د اوښتو تلفاتو شمېر بې ساری وباله او د دوی د نظامي شورا د له‌منځه تللو ادعا يې وکړه.

د هلمند امنیه قوماندان سمونوال عبدالرزاق یعقوبي وویل، د تېرو څو میاشتو په عملیاتو کې د افغان ځواکونو تلفات ډېر کم شوي دي.

د هلمند چارواکي په‌داسې حال کې د نادعلي او باباجي تر نیول کېدلو وروسته خوښ بریښي چې په تازه ورځو کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په یو شمېر هوايي بریدونو کې د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان، د هغه مرستیال او د دې ډلې یو شمېر نور مهم کسان وژل شوي دي.

خو لا هم د هلمند نوزاد، موسی کلا، سنګین، خانشین، دیشو او باغران ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او د مارجې، ګرمسیر، ګرشک او کجکي پر ځینو سیمو هم واک لري.

بشپړ راپور یې محمد الیاس داعي برابر کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

XS
SM
MD
LG