د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

کابل به راتلونکې اوونۍ د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه وي


کابل به راتلونکې اوونۍ د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه وي.

له ترورېزم سره مبارزه، د سولې ټینګښت، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ حل او د اقتصادي همکاریو پراختیا هغه موارد دي چې په دغه غونډه کې به ورباندې بحث وشي.

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې د سې شبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ له ترورېزم سره د مبارزې په هدف د همکاریو یو توافق هم لاسلیک شي او بیجینګ به د هوکړه لیک د عملي کېدو لپاره نظارتي نقش ادا کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي له هغې ډلې داود کلکاني وايي، پاکستان له جدي سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو سره مخ دی او په خبره یې، له دغې غونډې ښکاري چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژۍ کې بدلون راغلی.

داود کلکاني
داود کلکاني

ده وویل:

"تمه کېږي چې پاکستان په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راوستی وي، په داسې حال کې چې په رښتیا هم چینایان تضمین وکړي او پاکستان صادقانه عمل وکړي، دغه غونډه د افغانستان په ګټه ده."

د حکومتي سرچینې په وینا، دغه غونډه به د درې واړه هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه جوړېږي او سیاسي مرستیالان به د تفاهم لیک چې ټاکل شوې د دوی له لوري لاسلیک شي، د اجرائیه کمېټې په رأس کې وي.

ویل کېږي چې چین علاقه لري چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو او کړکېچونو په حل کې منځګړیتوب وکړي.

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې ویلي، چین هڅه کوي چې د جنوبي او مرکزي اسیایي هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري زیاته کړي.

د افغانستان، پاکستان او چین لومړۍ درې اړخیزه ناسته تېر کال د ډيسمبر په میاشت کې په بیجینګ کې جوړه شوې وه.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د افغان حکومت په وینا، پاکستان کړې ژمنې عملي نه کړې او د سولې په پروسه کې یې عملاً نقش ادا نه کړ.

همداشان افغان حکومت پاکستان تورنوي چې له ترورېستانو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته پناه ځایونه ورکړي دي، خو پاکستان په بیا بیا دغه تورنه رد کړي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې پخواني افغان ډيپلوماټان له هغې جملې احمد سعیدي په دې باور دی چې دا ډول غونډې د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه لري.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

دی زیاتوي:

"افغان حکومت باید دغه غونډې په څو اړخیزو غونډو بدلې کړي، یعنې، امریکا، روسیه، هند، پاکستان، ایران، سعودي، چین او ترکیه تر هغې چې دغه غونډې په یو چوکاټ کې رانه شي، له درې اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو هېڅ ګټه لاس ته نه راځي."

نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت خپل ستراتیژيک ملګری یعنې امریکا باید وهڅوي، څو عملاً د پاکستان په وړاندې لاس په کار شي چې په وینا یې، دغه کار کولای شي چې د افغانستان او سیمې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG