د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د افغانستان د کرنې وزارت: روان کال د زعفرانو تولید ۲۱ سلنه لوړ شوی دی


د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال د زعفرانو تولید ۲۱ سلنه لوړ شوی دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال په شااوخوا ۳۱ زره۲۲۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي چې د تېر کال په پرتله په‌کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل:

اکبر رستمي
اکبر رستمي

"روان کال د زعفران تولید ۱۲۹۵۵ کیلو ګرامو ته یعنې ۱۳ ټنو ته رسېږي چې نسبت تېر کال ته ۲۱ په سلو کې په کې زیاتوالی راغلی دی."

ښاغلی رستمي زیاتوي چې په ترتیب سره په هرات، فاریاب، کندهار، بلخ، سرپل او فراه ولایتونو کې زیات زعفران کرل شوي وو.

د کرنې وزارت وايي چې د چین هېواد په همکارۍ په نوي ګلخانه يي بڼه په دایکنډي، بامیان او کابل ولایتونو کې د زعفرانو کښت ازمویل شوی چې په وینا یې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د اکبر رستمي په وینا چې د افغانستان زعفران نوي په سلو کې ۱۷ اسیايي، عربي او اروپايي هېوادونو او همداشان د امریکا متحده ایالاتو ته صادرېږي.

د کرنې وزارت چارواکي زیاتوي، د تولید شویو زعفرانو بیې په کورنیو بازارنو کې ۱۷ میلیونه او په نړیوالو بازارنو کې بیا په درې چنده زیاته بیه پلورل شوي دي.

د کرنې د برخې یو شمېر متخصصین وايي، که افغان حکومت او بزګران د زعفرانو کښت ته پام وکړي، نو له بله هر کښته زیات یاد بوټی د کوکنارو بدیل کېدای شي.

د دغو متخصصینو له ډلې انجنیر حبیب الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، زعفران کمو اوبو او همدا شان لږو بزګرانو ته اړتیا لري چې حاصل یې راټول کړي.

دی وایي:

"زعفران د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي، ځکه اوبه کمې خوري، تخم یې ارزانه، کمو بزګرانو ته اړتیا لري او هم یې حاصل په شلو ورځو کې راټولېږي."

بل خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د پنځه کلن پلان له مخې هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د زعفرانو تولید ۱۴ ټنو ته لوړ کړي چې په دې برخه کې حکومت یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د دغه پلان له مخې یې په فاریاب او هرات ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس شپږ معیاري مرکزونه جوړ کړي او هم ۶۶۰۰ ښځو ته د زعفرانو د تولید، پروسس او د بسته بندۍ په برخه کې زده کړې ورکړې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG