د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

ځينو افغان دولتي ادارو د فساد په اړه د شفافیت د څار بنسټ وروستی راپور رد کړ


د افغانستان سترې محکمې او د پوهنې او کانونو او پترولیم وزارتونو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هغه راپور رد کړ چې ویلي یې دي، په یو شمېر دولتي ادارو او په تېره د پوهنې، کانونو او پترولیم په وزارتونو او عدلي او قضايي ارګانونو کې اوس هم فساد موجود دی.

د افغانستان د سترې محکمې او د پوهنې او کانونو او پترولیم د وزارتونو ویندویان وايي، د دوی په ادارو کې د فساد د موجودیت په اړه د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په راپور کې د تحقیق او ارزونې هېڅ ډول مسلکي او علمي معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي.

دوی د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه راپور د زړو اسنادو پرمټ جوړ شوی او د یادو ارګانونو نوي اصلاحات، پرمختګونه او د فساد ضد اغېزمنه مبارزه پکې له پامه غورځول شوې ده.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان وویل:

امان الله ایمان
امان الله ایمان

"په ۴ کلونو کې ۳۴۱ کسان دننه په محاکمو کې د فساد په تور نیول شوي چې ۱۶ فیصده یې په قضا پورې مربوطېږي، لس کسان چې د قانون خلاف قضا ته راغلي وو، له دندو لېرې شوي دي، په دې موده کې کابو ۱۹۶۳ قاضیان تغیر او تبدیل شوي، یو کال مخکې د قضایاوو د مدیریت سېستم جوړ شوی چې تر اوسه په کې۴۵۰۰۰۰ قضیې راجستر شوي دي."

ښاغلي ایمان دا هم وویل چې په وروستیو کلونو کې شااوخوا دوه لکه او یو اتیا زرو قضیو ته رسېدنه شوې وه او دا ټول هغه موارد دي چې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو لاسته راوړنې ښيي، حال دا چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ پر دې ټولو سترګې پټې کړي دي.

سربېره پر دې د پوهنې او د کانونو او پترولیم د وزارتونو ویندویانو نوریې نزهت او عبدالقدیر مطفي په وار سره په وروستیو کلونو کې د دوی په ادارو کې د فساد پرضد د مبارزې په موثریت او په رامنځته شویو اصلاحاتو خبرې وکړې او د شفافیت د څار بنسټ راپور یې له انصافه لېرې وباله.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس سیداکرام افضلي د یکشنبې په ورځ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځي په مناسبت ویلي چې اوس هم د پوهنې او کانونو او پترولیم په وزارتونو او عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد موجود دی.

ښاغلی افضلي ټینګار کوي چې د دوی راپور د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۴۰ ولسوالیو کې له ۸۰۰ زیاتو کسانو سره د مرکو پر مټ چمتو شوی دی.

نوموړي د افغانستان په ملي شورا کې د فساد موجودیت ته اشاره کړې ده، خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار سخت غبرګون وښود.

ښاغلي مسلمیار د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل:

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

"نن که هغوی په ملي شورا انتقاد کړی، موږ پرې ملاحظه لرو، موږ د خپلو ټولو غړو دفاع نه کوو، دغه بنسټ دې کسان مشخص کړي، دا پیغام ورکوو، موږ کې دا جرأت شته چې له ما نیولې هر سناتور چې دوی یاد کړي، موږ به یې څارنوالۍ ته ور وپېژنو، خو په مجموع کې د ملي شورا نوم یادول چې مشرانو جرګه هم په کې راځي، اشتباه یې کړې او بښنه دې وغواړي."

په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې د ادارو یو شمېر پخواني مسؤلان وایي چې په افغانستان کې له دغې پدیدې سره مبارزه شوې، خو لاهم ډېرې ستونزې شته.

له دې ډلې حسین فخري ازادي راډیو ته ویلي چې له فساد سره مبارزه باید یو ډول پرمخ ولاړه شي او د اصلاحاتو په برخه کې جدي اقدامات وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG