د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

مشرانو جرګه: یو شمېر کړۍ هڅه کوي څو د کابل رأیې له کړکېچ سره مخ کړي


په کابل کې چې کله ولسمشر غني خپله رایه کاروله
په کابل کې چې کله ولسمشر غني خپله رایه کاروله

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د کابل د انتخاباتو د رأیې شمېرنې په پروسه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.

دوی وايي، یو شمېر کړۍ او لاسونه هڅه کوي څو د کابل ولایت د انتخاباتو رأیې له کړکېچ سره مخ کړي.

د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار بیا د سناتورانو له څرګندونو وروسته پر انتخاباتي کمېسیونونو غږ وکړ چې پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا او حق حقدار ته وسپاري.

نوموړي همدا شان وویل، د کمېسیون کارونه به تر جدي څارنې لاندې ونیسي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

مسلمیار زیاته کړه:

"د سناتورانو له‌خوا د انتخاباتو په تړاو څرګندونې وشوې، همدارنګه د انتخاباتو په کمېسیون کې ځینې ملاحظې موجودې دي چې دا به د ملي شورا له لوري تعقیب شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسي جرګې او یو شمېر نورو ادارو هم په انتخاباتي کمېسیونونو کې د فساد او لاس‌وهنې په تړاو انتقادونه کړي دي.

له دغو انتقادونو وروسته د ولسي جرګې انتخاباتو کې د تقلب او لاس‌وهنې په تړاو تُند غبرګونونه راوپارېدل او همدا غبرګونونه د دې لامل شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو په تړاو چې پر وړاندې یې شکایتونه موجود وو، د رأیو د بیا شمېرنې پرېکړې ته اړ شي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اوس ویلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه پلاوي ورته ډاډ ورکړی چې د کابل په حوزه کې له غیر واقعي رأیو څخه د واقعي رأیو د جلا کېدو لپاره به په بشپړه توګه د ټولو اسنادو د سپارلو بهیر ډېر ژر بشپړ کړي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، کمېسیونونه باید د خلکو په پاکو رأیو لوبه او سیاسي معامله ونه‌کړي.

د دغو سناتورانو له ډلې انجنیر فرهاد "سخي" وویل:

"داسې لاسونه کار کوي چې د کابل انتخابات له لوی کړکېچ سره مخ کړي، ولې کمېسیونه خپلو منځو کې اچوي او د خلکو په رأیو لوبه کوي او سیاسي معاملې ته لار هواروي."​

دغو سناتورانو همدارنګه له کمېسیونو وغوښتل، څو هغه کسان له لېسته لري کړي چې د تقلب له لارې رأیې اخېستي دي.

تر دې مخکې د افغانستان یو شمېر ګوندونو ویلي، که کمېسیون پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا نه‌کړي د انتخاباتو پایلې به ورته د منلو وړ نه‌ وي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، رأیې شمېرنه د څارونکو په حضور کې ترسره کېږي او کمېسیون ژمن دی چې دا پروسه به په پوره شفافیت مخ ته یوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG