د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ځیني استازي: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځنی کمپاین سمبولیک و


د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون یو شمېر غړي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځنی کمپاین سمبولیک بولي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین پای، خو د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون غړې مریم کوفي وایي، دغه کمپاین سمبولیک او یوازې یو څو مشخصو مرکزونو کې ترسره شو چې هېڅ ګټه نه لري.

دا وایي:

"باور ولرئ چې په افغانستان کې د دغو کمپاینونو ترسره کول له سمبولیک پرته بله بڼه نه لري، د دې لپاره چې حق حقدار ته نه رسېږي، دوی کمپاینونه مرکزونو کې کوي، لکه کابل، مزارشریف، هرات او بدخشان، دوی دا کمپاینونه په هغو لېرې پرتو سیمو کې ترسره کړي چې هلته له ښځو سره تاوتریخوالی کېږي او د تاوتریخوالي له امله زیانمنې دي."

ارشیف
ارشیف

د ښځو د حقونو فعاله لیلا جعفري هم ورته نظر لري او وايي:

"دا کمپاینونو خپل اغېز لري، خو په دې شرط چې موږ د کمپاین پر مفهوم پوه شو، خو له بده مرغه دلته په افغانستان کې بېلابېل د بشري حقونو او ښځو لپاره کمپاینونه یوازې په یو څو ښکلو کلمو کې خلاصه شوي چې په ډېرو سترو او قیمتي سالونونو او په لوړو لګښتونو یو څو مشخصو کسانو ته وړاندې کېږي."

دغه ۱۶ ورځنی کمپاین چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر په ۲۵مه پیل شوی و، د ډيسمبر د میاشتې په لسمه پای ته ورسېد.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نېږدې دوه زره پېښې ثبت شوي، خو د دوی په وینا، د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه څو سلنه راټیټه شوې ده.

دا په ‌داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زړه بوګنوونکو قضیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د کمېسیون په وینا، افغان مېرمنې لا هم د وژنو، جنسي تېري، د بدن د غړو پرې کېدو او د تېزابو د پاشلو په ګډون، له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ دي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت یاد کمپاین ګټور بولي.

د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډیو ته وویل:

"د ۱۶ ورځو په ترڅ کې چې د ښځو چارو وزارت په دې برخه کې فعالیت ترسره کاوه، موږ وتوانېدو چې د ښځو له زندانونو لیدنه وکړو، د ښځو له ملاتړو مرکزونو او امن خونو مو لیدنه وکړه، د دوی ستونزې او اړتیاوې مو مشخصې کړې او رسیده ګي مو ورته وکړه."

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون غړې مریم کوفي وايي چې حکومت دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راټيټېدو لپاره مشخصه تګلاره برابره او د جوماتونو له لارې د ملا امامانو په وسیله خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم په دې موضوع ټینګار کوي او وايي چې ورته پروګرامونه یې تر لاس لاندې نیولي دي.

راپور: فيروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG