د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د سولې عالي شورا: د افغانستان په سوله کې د هند مرستو ته هم اړتیا ده


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که د افغان سولې په پروسه کې د سیمې هر هېواد مرسته کوي دوی ورته هرکلی وايي.

د سولې عالي شورا د افغان سولې په برخه کې د سیمې په ځانګړي ډول د هندوستان په مرسته ټینګار کوي او وايي، ټول ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان د سولې په برخه کې د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.

د دغې شورا مرستیال قاضي محمدامین وقاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په افغانستان کې د هند مرستې ته په کتو اړتیا ده چې یاد هېواد هم د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي.

قاضي محمدامین وقاد
قاضي محمدامین وقاد

ښاغلي وقاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ هیله دا ده چې پاکستان په خپل ځای کې د افغانستان په سوله کې نقش ولري او نورو هېوادونو چې په‌دې برخه کې کوم رول لوبوي باید مخالفت يې ونه کړي، دا چې اوس يې په افغان سوله کې د هندوستان د همکارۍ غوښتنه کړې دا پر ځای غوښتنه ده، موږ يې موقف تأييدو او هیله لرو چې ټول ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې په خپل قدرت او صلاحیت چې لري یې مرسته وکړي."

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د دغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي، متحده ایالات چې د افغانستان د سولې په اړه له پاکستاته کومې غوښتنې لري دا یواځې د پاکستان له توانه نه‌دي پوره او د سیمې هېوادونه چین او ایران په ځانګړي هندوستان ډول باید په‌دې برخه کې مرسته وکړي.

شاه محمود قریشي ویلي:

"موږ به خپل مسؤلیت ضرور ادا کوو، خو دا یو سیمه ییز مسؤلیت دی، د سیمې نور قدرتونه هم شته چې له هغوی موږ د همکارۍ غوښتنه کوو، ګاونډیان لکه تاجکستان، ایران، ازبکستان، چین له دوی ټولو به مرسته غواړو، هند هم په افغانستان کې حضور لري، د هغوی مرسته هم اړینه ده، څو دا ګډ مسؤلیت په شریکه توګه مخته یوسو او هلته (افغانستان) کې امن او ثبات وي."

ښاغلي قریشي ویلي، افغان جګړه پوځي حل نه‌لري باید سیاسي حل لاره ورته ولټول شي.

له دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د پیل کړو، هڅو د ملاتړ د غږ ترڅنګ د سیمې له هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

دا په‌داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي راتلونکې اوونۍ د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په هدف کابل ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې قریشي د امریکا د هغو هلو ځلو په لړ کې افغانستان ته سفر کوي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د همکارۍ د جلبولو په خاطر کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي که څه هم د افغانستان د سولې په پروسه کې لا هم د پاکستان همکاریو ته د شک په سترګه ګوري، خو وايي په دې برخه کې د هندوستان رول مهم دی.

د دغه کمېسیون غړي ارین یون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

ارین یون
ارین یون

"د سیمې ټول هغه هېوادونه چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته کوي، نو د افغانستان ولسونه به په‌دې برخه کې هېڅ هېواد ته رد ځواب ورنه‌کړي او هرکلی به يې وکړي، نو هند هم یو له هغه هېوادونو نه دی چې له افغانستان سره يې هر وخت مرسته کړې، که د سولې په برخه کې هم مرسته وکړي نو پایلې به يې ښې وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه تر بل هر وخت هلې ځلي تېزې شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته درېیم سفر او له بېلابېلو چارواکو سره یې ليده کاته هغه څه دي چې سولې ته د رسېدو په هدف يې د افغانانو هیلي زیاتي کړي دي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG