د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

په هلمند کې د پولیو پر ضد د واکسین کلنۍ وروستۍ دوره پیل شوه


د هلمند د لښکرګاه په شمول په نادعلي، ناوې او ګرشک ولسوالیو کې د روان میلادي کال له پاره د پولیو پر ضد د واکسین وروستۍ دوره پیل شوه.

د هلمند د روغتیا د ریاست چارواکي وايي، په‌دې دوره کې به د دوه نیم لکه په شاوخوا کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي.

د عامې روغتیا رئیس ‌ډاکټر امین الله عابد د خلکو نه غوښتنه وکړه چې خپل ماشومانو ته واکسین ورکړي او هغوی له دایمي فلج او مرګه وژغوري.

ښاغلي عابد وویل، د واکسین د تطبیق پر مهال د رضا کارانو سره د کورنیو مرسته مهمه ده.

بل‌خوا ناتأیید شوي راپورونه وايي چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د دوو پخوانيو پېښو سره یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده، که چېرې دا ثابته شي چې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر به په دې ولایت کې څلور او په افغانستان کې ۲۱ ته ورسېږي.

د هلمند د عامې روغتیا د ریاست مسوولین وايي، لا هم نه‌دي توانیدلي چې طالبان قانع کړي چې په خپلو سیمو کې د پولیو پر ضد واکسین ته کور په کور اجازه ورکړي.

بشپړ یې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

XS
SM
MD
LG