په عراق کې د داعش ډلې په وړاندې د بريا لومړۍ کليزه لمانځل کېږي.
د عراق صدراعظم عادل عبد المهدي په هغه وينا کې چې نن له دولتي ټلويزيونه خپرېدله، وويل:
"عراق له خپل قلمروه د داعش ډلې په شړلو سره د شريرو ځواکونو او ترورېزم په وړاندې تر ټولو لويه بريا خپله کړې ده."
د عراق صدراعظم ژمنه وکړه چې په دغه هېواد کې به د اداري فساد د ريښې ايستل او کورونو ته د سلګونو زرو بېځايه شويو کسانو ستنېدل يقيني کوي.
د ډسمبر لسمه په عراق کې رسمي رخصتي اعلان شوې ده.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې دولتي پوستې په دولتي بيرغونو او پوکاڼو ښکلې شوې دي.
د پوليسو ګڼ موټر هم د عراق په بيرغونو سينګار شوي او د ښار پر بېلابېلو سړکونو ګرځېدل.
په بغداد کې د پوليسو يوه مشر سمونوال عزيز ناصر وويل:
"موږ بايد هغه قربانۍ چې د عراق خلکو په دې ورځ ورکړي، په ياد کړو، له ټولو عراقيانو سره ژمنه کوو چې که خداى کول امن به يې ټينګوو او د ترورېستي ډلو په وړاندې به بريا خپلوو."
د داعش ډلې وسله والو په ٢٠١٤ میلادي کال کې د عراق او سوريې زياتې برخې ونيولې او تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې يې خپل خلافت اعلان کړ.
خو درې کاله د عراق دولتي پوځيانو چې د ايران له ملاتړه برخمنو ملېشه کنډکونو يې مرسته کوله او د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف ځواکونو د دې ډلې د شړلو لپاره پوځي مبارزه وکړه.
په دې جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول، د دغه هېواد زياتې برخې په کنډوالو بدلې شوې او يو ميليون او اته لکه نور عراقيان لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د عراق ٨ ميليونه وګړي، لا هم عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.
که څه هم په عراق کې د داعش ډلې وسله والو په تدريجي ډول پر زياتو سيمو کنټرول وبايله، خو لا هم کله ناکله په کې مشخصې حملې کوي.
د بغداد اوسېدونکي مهدي الکاجي وويل:
"موږ نن ډېر خوشاله يوو چې د داعش ډلې او په دې ډلې پورې د تړلو کسانو په وړاندې خپله لويه بريا، د پوليسو له ځواکونو سره په ګډه لمانځو."