د افغانستان اجرائیه رئیس ډاډ ورکوي چې د سولې په پروسه کې به د ښځو لاسته راوړنې پر ځای پاتې کېږي.
د افغانستان اجرائیه رئیس افغان ښځو ته په یوه وینا کې وویل چې د دې هېواد د اوسېدونکو د لاسته راوړنو ساتنه د اصلي سولې د ټینګښت په معنا ده.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ يې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ یوې غونډې ته خبرې کولې، د سولې په پروسه کې یې د ښځو په نقش ټینګار وکړ او ويې ویل چې د سولې په پروسه کې به د ښځو ټولې لاسته راوړنې وساتل شي.
دی زیاتوي:
"زه یو وار بیا خپلو خویندو ته دا ډاډ ورکوم چې هماغسې چې ویل شوي، د افغانستان د لارې نقشه لکه څرنګه چې د سولې لپاره اعلان شوې او د جنیوا په کنفرانس کې هم مطرح شوه او د نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوې چې د افغانانو د لاسته راوړنو خونديتوب په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په معنا دی."
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په پروسه کې ښځو ته په ونډې ورکولو ټینګار کړی او د ملي امنیت مشاور ته يې لارښونه کړې چې د سولې په مشورتي کمېټه کې د مرکز په نسبت د ولایتونو ښځې زیاتې کړي.
له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې په اساس، ولسمشر غني تېره ورځ د ښځو د ملي اجماع غونډې ته د سولې په اړه ویلي چې د دوی وړاندیرونه او نظریات قانوني، عمومي او افغانستان شموله دي.
افغان ولسمشر د سولې په مشورتي کمېټه کې د مرکز په نسبت د ولایاتو مېرمنو ته ډېره برخه ورکول مهم بللي او ویلي یې دي چې د سولې پروسه باید کابل محوره نه، بلکې افغانستان شموله وي.
هڅه مو وکړه چې د سولې په مشورتي کمېټه کې د ولایتونو مېرمنو ته د زیاتې ونډې ورکولو په اړه د ملي امنیت د شورا نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.
په ورته وخت کې د افغان ښځو شبکه د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بولي او وايي چې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه کليدي او با اهمیته موضوع ده او ښځو ته باید د سولې په ټولو پروسو کې په رښتیني ډول ونډه ورکړل شي.
د دې شبکې یوه غړې شکریه رحیم وایي:
"ولسمشر هم ټینګار کړی چې د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون باید زیات شي، خو ګورو چې دا ګډون د پام وړ نه دی، یعني اوس هم د دوی ونډه کمه او یا هم د دوی رول کلیدي نه، بلکې سمبولیک دی، خو موږ غواړو چې حتی ښځو ته باید د مهمو اجنډاو په جوړولو کې ونډه ورکړل شي."
اغلې رحیم همدا شان ټینګار وکړ چې ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې حضور ولري او د سولې په اړه له ټولو پرېکړو باید باخبره واوسي.
راپور: اکرام الله اکرام