یوه نوې څېړنه ښیي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نړۍ په سطح د وسلو۱۰۰ مخکښو تولیدوونکو کمپنیو د څه باندې ۳۹۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي دي.
دا شمېره تر ۲۰۱۶ کال ۲،۵ فیصده ډېروالی ښیي.
پهدغه راپور کې چې د سولې په اړه یوه نړیوال تحقیقاتي انسټیټیوټ خپور کړی راغلي چې امریکا د وسلو د پلور په برخه کې لومړی او روسیه په دوهم کتار کې راغلي دي.
د سولې په اړه یوه معتبره نړیواله څېړونکې ډله وایي، امریکا د وسلو د پلورلو په برخه کې د نړۍ په سطح تر ټولو مخکښ هېواد پاتې شوی دی.
د ستاکهلم د سولې د څېړنې نړیوال انسټیټیوټ د ډیسمبر پر لسمه خپل کلنی راپور خپور کړ چې وایي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکایې کمپنیو لهخوا د وسلو او پوځي تجهیزاتو پلور دوه فیصده لوړ شوی او ټوله بیه یې ۲۲۲،۶ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
پهدغه راپور کې تر امریکا وروسته روسیه د وسلو دوهم لوی تولیدوونکی هېواد بلل شوی چې تر بریتانیا مخکې شوې ده.
راپور زیاتوي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې روسیې د ۳۷،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت وسله پلورلې او دا تر ۲۰۱۶ کال ۸،۵ فیصده ډېروالی ښیي.
د سولې په اړه دغې نړیوالې تحقیقاتي ادارې د نړۍ په سطح د وسلو د ۱۰۰ مخکښو تولیدوونکو شرکتونو لهخوا د وسلو د پلورلو پر اساس د خپل راپور نتایج ترلاسه کړي دي.
د دوی نتایج ښیي چې په دغو سلو مخکښو شرکتونو کې ۴۲ یې د امریکا او ۱۰ د روسیې دي.
د دغه انسټیټیوټ د وسلو او پوځي مصارفو د پروګرام لوړپوړي څېړونکي سایمن ویزمن Siemon Wezeman ویلي چې روسي کمپنیو له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د خپلو وسلو د پلور په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
نوموړی زیاتوي دا پرمختګ د هغه اقدام سره هممهاله شوی چې روسیې د خپلو پوځي ځواکونو د عصري کېدو په هدف د پوځي تدارکاتو لګښتونه ډېر کړل.
دا نوی راپور وایي، د لومړي ځل لپاره د روسیې دولتي کمپنۍ الماز انتې Almaz-Antey په نړیواله سطح د وسلو د پلور په برخه کې د دغه هېواد په لسو مخکښو کمپنیو کې شامله ده.
یو مرستیال څېړونکی الکساندر کویموفا ویلي چې الماز انتي کمپنۍ چې د روسیې د وسلو د تولید تر ټولو لوی شرکت دی، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د وسلو پلور ۱۷ فیصده ډېر کړی دی چې ارزښت یې ۸،۶ میلیارده ډالره کیږي.
د راپور له مخې د دې کمپنۍ ترڅنګ درې نورو روسي کمپنیو د خپلو وسلو پلور تر څه باندې ۱۵ فیصده پورې لوړ کړی دی.
د سولې په اړه د ستاکهلم نړیواله تحقیقاتي اداره وایي، بریتانیا د لویدیځي اروپا په سطح د وسلو لوی پلورونکی هېواد پاتې شوی دی چې ۳۵،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې یې پلورلي دي او په سلو مخکښو کمپنیو کې ۷ شرکتونه لري.
پهدې راپور کې همدا راز د ترکیې لهخوا د وسلو د چټک پرمختګ یادونه شوې ده او وایي چې دا پرمختګ ښیې چې ترکیه د خپلو وسلو د تولید پراختیا ته لېواله ده، څو وکولی شي د وسلو ډېریدونکي تقاضا پوره کړي او پهدې برخه کې یې پر بهرنیو کمپنیو اتکا راکمه شي.
په ټوله کې دغه راپور وایي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په نړۍ کې د وسلو۱۰۰ مخکښتو تولیدوونکو کمپنیو د ۳۹۸،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي دي چې دا تر ۲۰۱۶ کال ۲،۵ فیصده ډېروالی ښیې.
پهدې پلټنه کې د چین د وسلو تولیدوونکي کمپنۍ شاملې نهوې او راپور زیاتوي چې د هغوی په اړه معلومات موثق نه وو.
سیپري «SIPRI» یا د سولي په اړه د ستاکهلم نړیواله تحقیقاتي اداره په ۱۹۶۶ میلادي کال کې جوړه شوې چې خپل ځان یوه داسي خپلواکه اداره بولي چې د شخړو ، وسلو ، د وسلو د کنټرول او بې وسلې کولو په اړه صادقانه پلټني کوي.