د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

په حکومتي ادارو کې فساد او د سولې په تړاو پرمختګونه!


د کابل ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو زیاتره مطالب په حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت او د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو ته ځانګړي کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د روڼتیا د څار ادارې د یو راپور په استناد لیکلي دي چې محکمې، لویه څارنوالي او د پوهنې وزارت د فاسدو حکومتي ادارو په سر کې دي.

خو ورځپاڼې لیکلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د فساد کچه یو اعشاریه اووه میلیارده ډالره وه، حال دا چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې بیا دا کچه دوه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو ته رسېدله.

ورځپاڼه لیکي:

د روڼتیا د څار ادارې سږکال په فساد کې د کمښت لامل د خلکو بې وزلي ښودلې چې رشوت نه شي ورکولی.

ورځپاڼې په خپله تبصره کې بیا د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د حکومت پر چلند انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې حکومت له فساد سره سیاسي چلند کوي.

  • ملي ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په افغانستان کې د فساد په اړه د روڼتیا د څار ادارې سروې ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې څلورنیم میلیونه افغانان اړ شوي چې رشوت ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سروی پرمهال پوښتل شوي ۱۱ سلنه کسانو محکمې تر ټولو فاسدی ادارې بللي، حال دا چې لس سلنه خلکو بیا د پوهنې وزارت تر ټولو فاسد بللی.

ورځپاڼې د مطلب په دوام وړاندې د ولسمشر اشرف غني د وینا دا برخه راخېستې چې ویلي یې دي دی او حکومت یې اراده لري چې د فساد ریښې وچې کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د فساد پر ضد د نړیوالې ورځې لمانځغونډې ته د ولسمشر اشرف غني پر وینا بحث کړې او لیکلي یې دي چې ولسمشر په خپله وینا کې دې ته اشاره وکړه چې یو شمېر کسان د فساد پرضد او د اصلاحاتو له‌پاره د حکومت د هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي او دا ځکه چې دوی دا هڅې د ځان په زیان بولي.

خو د ورځپاڼې په وینا ولسمشر په خپله وینا کې یو ځلي بیا ولس او نړیوالې ټولنې ته د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې ژمنه تکرار کړه او ویې ویل چې دا مبارزه به په جدي توګه دوام وکړي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له‌پاره په روانو هڅو کې وروستي پرمختګونه هم د ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې د لومړي مخ څلور سرلیکونه د سولې هڅو او د متحدینو د ملاتړ موضوع ته ځانګړې شوي دي.

ورځپاڼې په یو مطلب کې په ایران کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي دي چې امریکا د روسیې، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي راوستلی.

ورځپاڼه لیکي چې د روسیې سفیر د ایران په یو ټلوېزيوني پروګرام کې وویل چې روسیه په سیمه کې سوله غواړي او له امریکا سره په افغانستان کې په کومه سیالۍ کې د ښکېلتیا لېواله نه‌ده.

ورځپاڼې په یو جلا سرلیک کې د مشرانو جرګې دا ډاډ راخېستې چې سیاسي ګوندونه کولای شي، له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي سناتورانو حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د سیاسي ګوندونو مهم رول ته په کتو د سولې په مشورتي بورډ کې دې سیاسي ګوندونو ته برخه ورکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د سولې په روانو هڅو کې د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا ونډه کمزورې بللې.

ورځپاڼې لیکلي دي طالبان او امریکا په خبرو کې ان د زندانیانو د خوشې کولو له‌پاره موافقې ته نېږدې شوي، خو افغان حکومت اوس د سولې له‌پاره ملي مشورتي بورډ اعلان کړی.

ورځپاڼې دا بورډ کمزوری بللی او لیکلي یې دي چې د دې په ځواب کې د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او یو شمېر نورو ګوندونو بیا د حکومت له ترکیب پرته د یو پلاوي اعلان کړی.

ورځپاڼې د سولې له‌پاره د بېلابېلو پلاوو جوړولو او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدو ته په کتو اندیښنه ښودلې چې سوله به د نویو ناندریو قرباني شي.

  • انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې دا ډاډ څرګند کړی چې افغانستان د بل هر وخت نه زیات سولې ته نېږدې شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا له‌خوا پیل شوې هڅې چې د سولې د اساسي خبرو له‌پاره زمینه برابروي او د افغان حکومت ځینو اقداماتو ته په اشارې لیکلي دي چې دغه پرمختګونه سولې ته هیلې زیاتوي.

XS
SM
MD
LG