د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

له فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت: سږ کال د فساد شااوخوا ۳ زره دوسیې څېړل کېږي


د افغانستان د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت وايي چې روان کال د فساد شااوخوا درې زره دوسیې تر څېړنو لاندې دي.

دغه سکرتریت وايي، اداري فساد د افغانانو د ښه ژوند او سولې په وړاندې ستر ګواښ دی.

د دغه سکرتریت رئیس ډاکتر یما ترابي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، له فساد سره جدي او ټینګه مبارزه د افغان حکومت هغه ژمنه ده چې د جنیوا په کنفرانس کې یې له نړیوالو سره کړې ده.

ښاغلی ترابي زیاتوي چې روان کال لویه څارنوالي د فساد شااوخوا درې زرو دوسیو ته رسېدنه کوي.

یما ترابي
یما ترابي

دی وایي:

"په یوه کال کې لویه څارنوالي د فساد شااوخوا درې زرو دوسیو ته رسیده ګي کوي، موږ غواړو چې هغه شمېر دوسیې چې له کشفي ادارو څارنوالۍ او له رسیده ګۍ وروسته بیا محکمې ته لېږل کېږي، دغه فیصدي لوړه کړو، هر څومره دوسیې چې وي، هغه ته به رسیده ګي کېږي، په راتلونکي کال کې به زموږ هڅې دا وي چې دوسیو ته د رسېدنې کیفیت لوړ کړو."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت نن له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځله او دغې لمانځغونډې ته په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو او اړوندو مرستندویو ادارو استازي وربلل شوي وو.

ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې ګډونوالو ته وویل چې فساد په افغانستان کې لوږې او ناامنۍ ته لاره هواره کړې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازی وايي، ملګري ملتونه د فساد په ضد د افغان حکومت له اقداماتو هرکلی کوي.

جوسي لین مسن په همدې خبرې غونډه کې وویل، ملګري ملتونه په دې ټینګار کوي چې ټولې افغان ادارې او افغانان د اداري فساد په وړاندې سره یو موټی شي، تر څو د شفافیت لپاره کار وشي.

آرشیف
آرشیف

ده زیاته کړه:

"د فساد په ضد د افغان حکومت اقدامات او هڅې د افغانانو په ژوند ښه تاثیر لرلای شي، د ملګرو متلونو غوښتنه دا ده چې فساد په دغه هېواد کې له منځه یوړل شي، د اداري فساد له منځه وړل به د اوږد مهالې سولې او شفافیت سبب وګرځي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې لا هم افغان حکومت د لویو مفسدینو د نیولو لپاره اقدامات نه دي کړي.

د افغانستان د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت وايي، دوی هڅه کوي چې لوی او واړه ټول مفسدین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

‌ډاکتر یما ترابي زیاتوي چې په دې وروستو څو ورځو کې د ملي شورا شااوخوا ۲۰۰ او د ټولو ولایتي شوراګانو استازو خپلې پانګې ثبت کړې چې دا د فساد د مخنیوي د هڅو لپاره یو ښه اقدام دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG