د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس اعتراف وکړ چې په انتخاباتي کمېسیونونو په ځانګړې توګه، د شکایتونو په کمېسیون کې فساد شته.
وروسته له هغې چې انتخاباتي ناظرو بنسټونو په پرله پسې توګه په انتخاباتي پروسه او په ځانګړي ډول، د افغانستان په انتخاباتي کمېسیونو کې د فساد په اړه انتقادونه وکړل، اوس کمېسیونونه مني چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې فساد شته.
د شکایتونو د کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د فساد د ملي سروې د خپرېدو او د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې اعتراف وکړ چې په انتخاباتي کمېسیونونو په ځانګړې توګه، د شکایاتو په کمېسیون کې فساد موجود دی.
ده وویل:
"اداره فاسده ده، خو رشوت نه اخلي، له بده مرغه همدا زموږ اداره، زه بیاهم له همدې تربیونه وايم چې افغانانو او حکومت ته هېڅ ډول تضمین نه شم ورکولای چې په انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کې دې د فساد مخنیوی وکړم، په انتخاباتي کمېسیونونو کې څو اصله اړین دي چې فساد را کم کړي، له هغې جملې یو هم قانون دی."
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي اریايي په انتخاباتي شکایتونو کمېسیونو کې د فساد د موجودیت په اړه خبرې کوي، بلکې نوموړي په تېر کې د کمېسیون پنځه تنه غړي په فساد تورن او له دندو یې شړلي وو.
ښاغلي اریايي ویلي وو چې دغه کارکوونکي زیات وخت دندو ته نه حاضرېدل او هم یې کارونه ښه پرمخ نه وړل، نو له همدې امله ېې د دوی د فساد دوسیې اړوندو ارګانونو ته لېږلې دي.
خو د کمېسیون برطرفه شویو غړو په ځان لګېدلي تورنه رد کړي وو او برعکس یې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس په فساد تورن کړی و.
څه موده وړاندې داسې راپورنه خپاره شول چې د کابل ولایت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ساحوي رئیس ظاهر اکبري چې تازه په دغه دنده ګمارل شوی و، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاه رئیس په فساد تورن کړ او وايي چې له همدې امله له دندې ګوښه کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات که څه هم په دغه کمېسیون کې فساد نه ردوي، خو ټینګار کوي چې د مخنیوي لپاره یې هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر ناظر انتخاباتي بنسټونه وايي چې فساد د انتخاباتي پروسې له پيله موجود و، خو په وینا یې چې له بده مرغه دې کار ته هېڅ توجو ونه شوه.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې انتخاباتي کمېسیونونو په ځانګړې توګه، د شکایتونو کمېسیون نا وخته اعتراف کړی.
ده وویل:
"اوس که زموږ دوستان اعتراف کوي، په دې معنی ده چې په هغه وخت کې سکوت اختیار کړی او یا یې غوښتل چې پروسه همداسې مخته ولاړه شي او ووايي چې اوس پروسه د ټولېدو په حال کې ده او په ځنډ اعتراف په دې دلالت نه کوي چې ځان ته دې برائت ورکړي، دوی هم په همدې مسئلې کې مسؤل دي او خلکو ته دې ځواب ورکړي."
ښاغلی رشید زیاتوي چې اوس دې عدالت په پام کې نیولو سره، له تفکیک پرته په ټولو قانون یو ډول پلی شي او ټینګار کوي، که په دې اړه له عدلي او قضايي ارګانونو سره اسناد موجود وي، نو د قانون په اساس د رئیس او کمېشنرانو په ګډون په ټولو کارکوونکو باندې دې قانون یوشان تطبیق شي.
راپور: رحمت الله افغان