د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د شفافیت څار بنسټ: اوس هم د افغان حکومت په ځينو ادارو کې فساد شته


د افغانستان د شافیت څار بنسټ وايي، لا هم په یو شمېر دولتي ادارو کې پراخ فساد موجود دی.

د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ وايي، په معارف، لویې څارنوالۍ، پولیسو، کابل ښاروالۍ، ملي شورا او په یو شمېر نورو ادارو کې لا هم فساد موجود دی.

د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي د یکشنبې په ورځ د فساد د ملي سروې د خپرېدو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځي په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې له فساد سره مبارزه یوازې د حکومت کار نه دی، بلکې ټول ارګانونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.​سید اکرام افضلي

ښاغلي افضلي د افغانستان ملي شورا د فساد کور یاد کړ او ویې ویل:

ښاغلي افضلي د افغانستان ملي شورا د فساد کور یاد کړ او ویې ویل:

"د فساد یوه اساسي ستونزه د افغانستان په انتخاباتي نظام کې ده، دا نن چې کومه ملي شورا په مونږ حاکمه ده، د فساد د کور په نوم یادېږي، که په انتخاباتي نظام کې فساد وي، نو مونږ څنګه په راتلونکي باوري کېدای شو؟"

ښاغلي افضلي دغه شان وویل چې د دوی د سروې له مخې چې له ۸۰۰۰ نه د زیاتو کسانو سره د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۴۰ ولسوالیو کې شوې ده، ښيي چې خلک هم په محاکمو، پولیسو، څارنوالۍ، ښاروالۍ او پارلمان کې د فساد له موجودیت شکایت لري.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا په همدې ورځ او په همدې مناسبت یعنې د اداري فساد په وړاندې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، وویل چې، په بېلابېلو برخو کې لکه دولتي مقرریو، کانکور، عدلي او قضايي دستګاوو او نورو کې لازم اصلاحات رامنځته شوي دي.

ښاغلي غني دغه شان وویل، زرګونه دوسیې له څېړلو پاتې وې، خو نن که په ستره محکمه کې یوه دوسیه ډېره پاتې کېږي، نو درې میاشتې، نورې نو په خپل وخت تصفیه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړي ادارې ویلي چې افغان حکومت د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د تقینیني چارو د کمېسیون رئیس قاضي نذیر احمد حنفي وايي، ښايي چې ځيني کسان په ولسي جرګه کې په فساد کې ښکېل وي، خو هر څوک چې دا ادعا کوي، باید اسناد وړاندې کړي.

ده وویل:

"کومې ادعاوې چې په ملي شورا کېږي، دا د شخصیتونو سپکاوی دی، څوک چې داشان ادعاوې کوي، باید سړی وښيي او اسناد وړاندې کړي او دا ادعاګانې هم ستونزه لري."

ښاغلی حنفي وايي، که څه هم حکومت د فساد په برخه کې یو شمېر کارونه کړي، خو بسنه نه کوي او باید په دې برخه کې بنسټیز کار وشي.

د ملي وحدت حکومت مشرانو تل د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه ویلي دي، خو لا هم دغه پدیده په افغانستان کې په پراخه کچه موجوده ده.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG