د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

سپېدار: د تېرو کلونو په پرتله سږ د کوکنارو کښت او د نشه یي توکو تولید کم شوی


د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د تېرو کلونو په پرتله په دغه هېواد کې د کوکنارو کښت او د نشه یي توکو تولید کم شوی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سږکال د ټول هېواد په کچه د کوکنارو کم کښت او د نشه یي توکو د تولید د کچې راټیټېدو ته خوشبین دی.

خو ښاغلي عبدالله تېره ورځ د وزیرانو شورا د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د فرعي کمېټې په ناسته کې ویلي چې یوازې په تخار او هلمند ولایتونو کې سږکال د تېرو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت زیات و چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ده وویل:

"خوښ یم، په هر دلیل چې و، سږکال د نشه یې توکو په تولید او په کرنیزو ځمکو کې د کوکنارو د کرکېلې کچه راټيټه ده، دا ښه خبر دی چې په دې برخه کې کموالی لیدل کېږي، خو په هلمند کې دا کچه زیاته ده، په تخار کې خو مخکې د کوکنارو کښت صفر و، هلته هم اوس کوکنار کرل کېږي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په هدف له نړیوالو د همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې تر دې وړاندې یې د افغانستان د امنیت شورا ته د نشه یي توکو او کوکنارو د کښت د مخنیوي په هدف ځينې طرحې او برنامې وړاندې کړي، خو په خبره یې چې امنیت شورا پرې غور نه دی کړی او تر دې دمه یې دا موضوع په خپله کاري اجنډا کې هم نه ده شامله کړې.

هڅه مو وکړه چې د اجرائیه رئیس د دغو څرګندونو په تړاو د امنیت شورا نظر هم واخلو، خو دغې ادارې په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ کال د تازه سروې له مخې په افغانستان کې، په (۲۶۳) زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې دا کښت د ۱۳۹۶ کال په پرتله په سلو کې شل را کم شوی دی.

خو د کوکنارو د کښت د کموالي اصلي لامل په هېواد کې وچکالي بلل کېږي او وچکالۍ د کوکنارو پر کښت سربېره، نور زراعتي محصولات هم زيانمن کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخواني مرستیال ابراهیم اظهر ازادي راډیو ته وویل چې په دغه هېواد کې د مخدرو موادو د کښت د صفر کېدلو په هدف پکار ده چې امنیت ټینګ او د دغو موادو د قاچاق مخه ونیول شي.

ارشیف
ارشیف

ده زیاته کړه:

"حکومت ته پکار ده، څومره اړتیا چې بزګر د خپل کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره لري، ورسره د کرنې په برخه کې همکاري وکړي، تر هغه چې په هېواد کې د قاچاق مخه ونه نیول شي، امنیت ټینګ نشي، اسانه نه ده چې دا ستونزې حل شي."

ښاغلی اظهر دا هم وایي چې حکومت دې خلکو ته په دې برخه کې د قانوني کښت او محصولاتو ته یې د بازار موندنې زمینه برابره کړي چې د خلکو اقتصاي وضعیت ورسره ښه او په ناقانونه کرکېله او قاچاق یې لاس پورې نه کړي.

په افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت د ورستیو اقداماتو او د چارو د کارپوهانو د څرګندونو په تړاو د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پوښتلو هڅه مو هم وکړو، خو بریالي نه شوو.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG