د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۰۲

په ارزګان کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې


په ارزګان کې د یووالي په نوم د لوبغاړو ترمنځ ۱۸ ورځنۍ لوبې تېره ورځ ناوخته پیل شوې.

مسؤلين وايي، يادې لوبې چې د ۸ فوټبال ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي، هدف يې د زون په کچه د ۱۷ کلنو غوره څېرو پېژندل دي.

په دغه ولايت کې د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوی وايي، دغه لوبې چې د فوټبال بي ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي، غوره څېرې به يې په راتلونکي کې په اې فوټبال ټيمونو کې ولوبېږي.

په دغه ولايت کې لوبغاړي هم د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې جګړه بس کړي او په خپل منځ کې د يووالي لاره غوره کړي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG