د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

مطفي: په افغانستان کې د ټاپي پروژې تخنیکي او د سروې پړاو پای ته نېږدې دی


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي او د سروې پړاونه پای ته نېږدې شوي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د پام وړ کارونو د تر سره کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دپایپ لاین د مسیر، د چاپېریال ساتنې او په ډېرو نورو تخنیکي برخو کې کارونه له ۹۰ سلنو ډېر تر سره شوي، خو دی د دې پروژې د عملي پیل د نېټې په اړه څه نه وايي.

عبدالقدیر مطفي
عبدالقدیر مطفي

ده وویل:

"مونږ په ډېرو برخو کې د کار د تطبیق په حال کې یوو او دا پړاو په تخنیکي، چاپېریال او هغو سروې ګانو په برخو کې خپل پرمختګونه لري چې د پروژې لپاره مهمې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د کانونو او پټرولیم رئیس ضیاالحق پوپل نېږدې دوه نیمې میاشتې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دغې پروژې عملي کار د میزان په میاشت کې پیلېږي.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د پاکستان د صدراعظم او د هند د جمهور رئیس د مرستیال له‎خوا د هرات په ولایت کې پرانيستل شول.

ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

دا پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري چې افغانستان بیا له دې لارې هر کال د ۴۰۰ میلیونه ډالرو ټرانزيټ حق تر لاسه کوي.

افغان چارواکو ویلي چې دا پروژه ۱۲۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه هم برابروي.

د دغې پرژوې نل‎لیکه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې شااوخوا دوه زره کیلو متره اوږدوالی لري او په افغانستان کې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي.

له دې وړاندې د دغې پروژې د امنیت په اړه هم اندېښنې مطرح شوې وې، خو د افغانستان د کانونو او کورنیو چارو وزارتونه په ‎دې اړه اندېښنې بېځایه بولي.

له دې سره ځيني اقتصادي کارپوهان له دې ډلې يې سیف الدین سیحون په‎ دې باور دی چې د کانونو د وزارت سست اقدامات د دغې پروژې د ځنډ سبب شوي دي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

ده وویل:

"د پروژې په بشپړېدو او کار ختمولو کې شک نشته، خو ځينې ستونزې همشته، د کانونو وزارت ځیني پڅ کارونه او اداري ستونزې د دې سبب شوي چې د ټاپي پروژې کارونه ورو پر مخ ولاړ شي."

ښاغلی سیحون ټينګار کوي چې دا پروژه د اقتصادي ودې، کار موندنې ، امنیت او د سیمې هېوادونو سره په نښلولو کې مهم رول لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG