د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۵

د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکو د جلغوزیو د ونو د ساتنې ولسي تړون کړی


د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکو جلغوزیو ته د حکومتي پاملرنې وروسته د ځنګلونو او ونو د ساتلو لپاره ولسي تړون کړی دی.

وروسته له هغې چې افغان جلغوزي له افغانستانه د افغانستان په نوم د چین تر بازارونو ورسېدل، دغې باارزښتې مېوې ته په هېواد کې دننه د خلکو پاملرنه په ډېرېدو ده.

په یوه تازه اقدام کې د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکو د جلغوزیو د ونو او ځنګلونو د ساتلو لپاره ولسي تړون کړی چې له مخې يې که څوک ونه ووهي، نغدي جریمه کېږي.

د یادې ولسوالۍ د ورژانه کلي یوه قومي مشر ضمیر خان ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل، د دوی په سیمه کې د ځنګلونو وهل په یوه معمول بدل شوي، خو په دې وروستیو کېدوی د جلغوزیو د یوې ونې په سر نېږدې یو نیم لک افغانۍ جریمه ایښې ده.

ده وویل:

"دلته په خلکو او ځنګلونو ډېر بد وضعیت تېر شوی، خو مونږ پرېکړه وکړه چې ځنګلونه به ساتو، د قومي جوړې له مخې اتفاق په دې شوی چې که هر چا د جلغوزیو یوه ونه ووهله، یو لک څلوېښت زره افغانۍ جریمه کېږي، په عادي نښتر دا نرخ یو لک ټاکل شوی او د لمنځې په ونه بیا پنځوس زره افغانۍ، دا د ټول قوم او کلي ګډ دریځ دی."

د سیمې ځيني نورو مشرانو له ډلې يې حاجي زالف او ملنګ ازادي راډيو ته وویل، په پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې د جریمې پیسې به په کلي کې د زده کړو په عامولو او نورو ټولګټو کارونو لګول کېږي.

قومي مشر ضمیر خان ځدراڼ وايي، د دویپه سیمه کې شااوخوا شپږ سوه کورونه اوسېږي چې له دې وړاندې يې د سوځېدلو ډېر لرګي له خپلو مېلو برابرول.

دی وايي، دا کار به تر یوې مودې د خلکو ژوند تریخ کړي، خو په اږده مهال کې د خلکو روزګار غوړولای شي.

د جلغوزیو د ونو د ساتلو لپاره په سیمه ییزه کچه دا اقدام داسې وخت کېږي چې افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د تېرې عقرب میاشتې په ۱۵ مه نېټه په رسمي ډول له هېواده بهر چین ته د دغې مېوې د صادراتو لړۍ پیل کړه.

د جلغوزیو د اتحاديي مشر یحی خان ځدراڼ له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي، دغه کار په افغانستان کې د جلغوزیو اهمیت او قیمت لوړ کړی دی.

له دې سره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ځنګلونو وهل په افغانستان کې یوه جدي اندېښنه ده، خو د پکتیکا د خلکو دغې پرېکړې خوشحاله کړي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، دوی نه یوازې دا چې د قومي مشرانو د پرېکړې هر کلی او ملاتړ کوي، بلکې هڅه کوي چې د خلکو د لا هڅونې په خاطر په هغه سیمه کې ځينې پروژې تطبیق کړي.

اکبر رستمي
اکبر رستمي

​ده زیاته کړه:

"د کرنې وزارت هڅه کوي، په هغو سیمو کې چې مېوه لرونکي او ګټور ځنګلونه شته، هلته د ځنګلونو په پراختیا او رغولو کې له خلکو سره مرسته وکړي، مونږ د اوبو رسولو ځينې پروژې لرو چې له خلکو سره مرسته کولای شي، بې له شکه چې د خلکو پاملرنه د ځنګلونو په پراختیا کې مهم رول لري او مونږ دا کار ستایوو."

دی وايي، چین ته تر دې دمه ۵۰۰ مټریک ټنه جلغوزي صادر شوي چې ډېره برخه يې د پکتیکا، پکتیا او خوست له ځنګلونو وه.

ښاغلی رستمي وايي، د خلکو پاملرنه په هېواد کې د جلغوزیو د تولیداتو او صادراتو د ډېرېدو سبب ګرځي، کوم کار چې د هېواد ملي اقتصاد غوړوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG