د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

په فاریاب کې یوه سیمه ییز قوماندان پر جنګ ځپلو خلکو د اسونو غوښه وېشلې


په فاریاب ولایت کې یوه سیمه ییز قوماندان له لوږې سره د مخامخ کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره شل اسونه حلال کړي دي.

په فاریاب ولایت کې یو سیمه ییز قوماندان ادعا کوي چې د پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند د سرحوض کلی د طالبانو له لوري محاصره شوی او خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ولي محمد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ده تراوسه شل اسونه حلال کړي او غوښې یې د یاد کلي په خلکو وېشلې دي.

ولی محمد
ولی محمد

ده وویل:

"د اسونو غوښې مو په هغو کسانو وېشلي چې بې وزله دي، پلرونه یې له لاسه ورکړي او هم هغو ښځو ته چې مېړونه یې ایران ته مهاجر شوي، ځکه مې اسونه ذبحه کړل چې خلک له مړینې وژغورل شي."

په ورته وخت کې د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار د یاد قوماندان له لوري د اسونو د ذبحې کېدو په اړه بې خبري ښيي او وايي چې که چېرې ولي محمد دا کار کړی وي، ښه اقدام دی.

د نوموړي په وینا، له دې وړاندې د فاریاب ولایت د سرې میاشتې له لوري د سرحوض کلي اوسېدونکو ته دوه موټره مواد توزیع شوي وو.

خو ولي محمد ازادي راډیو ته داسې عکسونه را لېږلي چې د یاد کلي پر اوسېدونکو د غوښو وېش په کې ښکاري.

تېره اوونۍ د فاریاب سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې په پښتون کوټ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د طالبانو له لوري محاصره شوي دي.

د یادو چارواکو په خبره، وسله والو طالبانو د سرحوض کلي د تګ راتګ لاره بنده کړې ده او حتی یاد کلي ته غذايي مواد د انتقال اجازه هم نه ورکوي.

که څه هم وسله والو طالبانو د یادې سیمې محاصره نه تأییدوي، خو تېره اوونۍ د فاریاب سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې په دغه سیمه کې د لوږې له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له دې پېښې پنځه ورځې وړاندې افغان پوځیانو یوه ورځ روژه ونیوه او د غذايي موادو یو ورځنۍ ونډه یې د یاد کلي پر خلکو ووېشله.

په ورته وخت کې د فاریاب د سرې میاشتې رئیس محمد همایون عادل د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان ولي محمد تورن کړ چې په سیمه کې پر خلکو د بشري مرستو وېش ته اجازه نه ورکوي.

خو یاد قوماندان له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ادعا رد کړه او وايي چې طالبانو د موادو د وېش مخه نیولې ده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر را واخلو، خو بریالي نه شو.

د سرې میاشتې رئیس محمد همایون عادل وايي چې د وروستیو جګړو له امله د فاریاب ولایت له بېلابېلو ولسوالیو درې زره کورنۍ بېځایه شوي چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی بشیر احمد ته ینج وايي چې خلکو د لنډ مهال لپاره له زیانمنو سره مرستې کړې دي.

د نوموړي په وینا، افغان حکومت او اړوند خیریه سازمانونه باید په عاجله توګه له زیانمونو سره مرستې وکړي.

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

ده وویل:

"هره ورځ خلک سهار، غرمه او د شپې له خوا اړمنو ته غذايي مواد وېشي، خو دا د اوږد مهال لپاره نه شي کړای، د زیانمنو اړتیاوې زیاتې دي، افغان حکومت او نړیوالې موسسې دې لاس په کار شي او د دغه بشري ناورین مخه دې ونیسي."

ښاغلی ته ینج وايي، په پښتون کوټ ولسوالۍ سربېره د اندخوی ولسوالۍ خلک هم د جګړو له امله تر پوزې رسېدلي دي.

خو د فاریاب د والي ویاند وايي چې افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي او په سیمه کې تصفیوي عملیات هم روان دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG