د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

له ترکمنستان سره د ګازو د ستونزې د حل په هدف یو افغان پلاوی دغه هېواد ته ځي


ارشیف
ارشیف

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې له ترکمنستان سره د افغان سوداګرو د ګازو د ستونزې د دایمي حل په هدف یو پلاوی هغه هېواد ته ځي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت او اړوندو ادارو استازي شامل دي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

ده وویل:

"اجرائیه رئیس د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزاتونو او همداشان د سواګرۍ او صنایعو خونې، اجرائیه ریاست او له نورم او سټنډرډ ادارې یو ګډ پلاوی وټاکه، څو ترکمنستان ته ولاړ شي، افغانستان ته د را واردوونکو ګازو په سټنډرډ خبرې وکړي، اخیستل شوی ګاز چې سټنډر یې نه وي پوره کړی، باید بېرته مسترد شي."

ترکمنستان او افغانستان د ګازو او تېلو رسمي سوداګري لري چې افغانستان د اړتیا وړ اتیا فیصده ګاز له ترکمنستانه را واردوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په اقینې بندر کې له ترکمنستانه افغانستان ته د را وارېدوونکو ګازو شااوخوا ۳۰ ټانکرونه د دې له امله درولي چې په وینا یې بې کیفیته دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د ترکمنستان حکومت دغه ګاز بېرته نه مستردوي.

د دغې خونې چارواکي وايي چې تېر کال هم دغه ستونزه موجوده وه چې ترکمنستان په سوداګرۍ کې له منل شویو او ټاکلو سټنډرډونو په ټیټ معیار ګاز افغانستان ته صادر کړي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له ترکمنستان سره د افغان حکومت هغه اقدام ستايي چې له دغه هېواد سره د افغان سوداګرو ستونزه په دایمي توګه حل شي.

د دغې خوني مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې دا د حکومت دنده ده چې هېواد ته د بې کیفیته ګازو د را وارېدولو او په دې برخه کې د سوداګرو ستونزې حل کړي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

دی وایي:

"دا د حکومت دنده ده چې د خپلو سوداګریزو کارونو لپاره تدابیر ونیسي، ستونزې له اړوند هېواد سره مطرح کړي، افغان حکومت له ترکمنستان سره د سوداګریزو ستونز د حل په هدف ښه اقدام کړی."

د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان وايي، افغان حکومت باید هېواد ته د بې کیفیته ګازو او تېلو د را وارېدولو مخه ونیسي، څو چاپېریال زیامن نه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، سوداګر د حکومت له لایحې سره سم هغه سوداګریز مواد افغانستان ته را واردوي چې کیفیت یې لوړ وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG