د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوي په سر ناندرې!


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوی دمخه د جنيوا په ناسته کې رسماً ټاکل شوی، خو د حکومت د سولې د پلان سره سم به د خبرو په هر پړاو کې د سیاسي ګوندونو نظر اخیستل کېږي.

افغان حکومت وايي، دوی د سولې مرکچي پلاوی په جنيوا ناسته کې رسماً ټاکل شوی او یوازې همدا پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو صلاحیت لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د خبرو په هر پړاو کې به له سیاسي ګوندونو نظر اخیستل کېږي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ده زیاته کړه:

"د حکومت مرکچي پلاوی په جنيوا ناسته کې رسماً اعلان شوی او د حکومت د سولې د پلان سره سم مونږ کمېټې لرو چې مشورتي بورډ جوړوي او له دې کمېټو یوه یې سیاسي ګوندونو ته ده چې د خبرو په هر پړاو کې به د دوی نظر اخیستل کېږي، خو خبرې به حکومت کوي."

ښاغلی مرتضوي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یو شمېر سیاسي ګوندونو ویلي، طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومت له خوا ټاکل شوی مرکچي پلاوی دوی ته د منلو نه دی.

مخکې تر دې د افغانستان مشرانو جرګې او د مدني ټولنو یو شمېر غړو هم انتفاد کړی او ویلي یې دي چې دا پلاوی ورته د منلو نه دی او پکار ده چې د غړو په اړه یې یو وار بیا فکر وشي.

افغان حکومت د جنيوا په ناسته کې چې د نومبر د میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه د سویس يه جنيوا ښار کې جوړ شو، د ولسمشر د دفتر د رئیس سلام رحیمي په مشرۍ یو ۱۲ کسیز پلاوی رسماً اعلان کړ.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره په دې وروستیو کې هڅې تېزې کړې چې هیله بخښونکې ګڼل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ ګوند د یوه بل پلاوي د ټاکل کېدو خبره کوي.

د دغه ګوند غړي عبدالله قرلق ازادي راډیو ته وویل چې سیاسي جریانونه هم په دې بحث کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو پلاوی وټاکي.

ده وویل:

"ګوندونه ناچاره شول چې په دې برخه کې مشوره او پرېکړه وکړي چې یو قوي او با صلاحیته پلاوی وټاکي چې طالبانو سره د سولې خبرې وکړي."

ښاغلي قرلق په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دغه پلاوی به له حکومتي پلاوي جلا له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د مطبوعاتي دفتر غړي فضل غني حقمل بیا په دې اړه بې خبري وښوده او ویې ویل چې د سیاسي ګوندونو مجمع په پام کې لري چې د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په پروسه کې همکاري وکړي.

دی وایي:

"د سیاسي ګوندونو په مجمع کې چې ۳۷ ګوندونه دي، دوی په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې همکاري وکړي چې جزیات به یې وروسته اعلان شي."

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو بیا د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت او سیاسي ګوندو له خوا وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف د بېلابېلو پلاوو د ټاکلو پر ځای، ښه به وي چې ټول تر یوه چتر لاندې راټول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د سولې د لار په نقشه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې، راغلي چې په یاد پلاوي کې بدلون او زیاتوالی راتللی شي.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG