د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

چین: هیله ده چې د شمالي کوریا او امریکا استازي سره وګوري او په اندېښنو خبرې وکړي


د چین ولسمشر شي جېن پنګ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر رې یونګ هو سره په کتنه کې هیله څرګنده کړې چې د شمالي کوریا او امریکا استازي په درېیم هېواد کې وګوري او په خپلو معقولو اندېښنو خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، ولسمشر شي غواړي چې د شمالي کوریا او امریکا استازي په داسې ځای کې چې د دواړو لپاره مناسب وي، سره خبرې وکړي.

شي جین پېنګ
شي جین پېنګ

چین د شمالي کوریا د اټمي پروګرام مخالف، خو د هغه هېواد له مهمو سیاسي او اقتصادي ملاتړ کوونکو دی.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، په وروستي یوه کال کې چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا او امریکا سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پېل کړې، د چین روابط نور هم ورسره ښه شوي دي.

د روان کال په دوبي کې د امریکا ولسمشر سنګاپور ته ولاړ او هلته یې د شمالي کوریا د کمونست رژیم د مشر سره وکتل.

د امریکا او جنوبي کوریا ولسمشرانو له شمالي لوري سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې ټول به د کوریا د ټاپووزمې د غیر اټمی کولو لپاره هڅې کوي.

خو له هغه راهیسې په عمل کې لږ پرمختګ شوی دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د ډېسمبر په ۶مه وویل چې ولسمشر شې غواړي چې د امریکا او شمالي کوریا مشران بیا سره وګوري او د شمالي کوریا د اټمي لانجې د حل لپاره مثبت پرمختګ ته لار برابره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر شي له خولې په یوه بیان کې لیکلي چې د نړۍ او سیمې وضعیت او د شمالي کوریا په ټاپووزمه کې حالت ثبات نه لري.

ولسمشر شي په دې بیان کې ویلي چې د چین او شمالي کوریا ترمنځ پر وخت همکاري او راکړه ورکړه ډېره مهمه ده.

د شمالی کوریا د بهرنیو چارو وزیر رې یونګ هو ویلي چې د کوریا د ټاپووزمې د غیر اټمي کولو او په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګولو لپاره د دوی په تعهد کې بدلون نه دی راغلی.

رې یونګ هو د چین د حکومت له لوړرتبه ډيپلومات وانګ یې سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د امریکا سره د دوه اړخیز اعتماد جوړولو ته اړتیا لري او غواړي چې په عین لور حرکت وکړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر تر شنبې په چین کې دی.

د چین ډپلوماتیکې سرچینې اټکل کوي چې د هغه هېواد ولسمشر شي جېن پېنګ به ښايي په نېږدې وخت کې شمالي کوریا ته ولاړ شي.

د شمالي کوریا د کمونست رژیم مشر سږکال درې وارې چین ته ولاړ.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې وړاندې وویل چې د راتلونکې میلادي کال په جنورۍ یا فبرورۍ کې به د شمالي کوریا د رژیم له مشر سره وګوري.

ټرمپ وویل چې د دې کتنې د ځای لپاره درې سیمې تر غور لاندې دي.

XS
SM
MD
LG