سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو ته د خپل نظر څرګندولو موقع او ازادي ورکړې ده.
پر انټرنټ د دې نوې پېدا شوې ازادۍ له برکته خلک کولای شي چې د توکمیز تعبیض، فساد، جرمونو او د بې عدالتۍ د نورو ډولونو پرضد په زغرده خبرې وکړي او حتی معلومات خپاره کړي.
پخوا به تر ډېره حده یوه پېښه د یوې سیمې په محدوده کې او د نړیوالو د نظره پټه پاتې کېده او ژر به هېرېده، خو اوس داسې نه کېږي.
په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې د نړۍ په یوه برخه کې یوه پېښه وشي، په ټوله نړۍ کې خلک د سوشل ميډیا له لارې خبرېږي او بحث ورباندې کوي.
ټولنیزو رسنیو داسې خلکو ته چې مخکې يې د انصاف غوښتلو موقع نه درلوده، د غږ اوچتولو زمینه برابره کړې ده.
خو یو شمېر کسان چې له دې سره مخالفت لري، استدلال کوي چې د ټولنیزو رسنیو د قهرجنو بحثونو لپاره زمینه پراخه کړې او د خلکو ترمنځ د مخامخ خبرو او اغېزمن بحث موقع يې کمزورې کړې ده.
د ټولنیزو رسنیو یو بل عیب چې منتقدان اشاره ورته کوي، دا دی چې یو شمېر کسان نورو خلکو ته د تهدید، د هغوی د تحقیر او کمزوري کولو لپاره ناسمه استفاده ور څخه کوي.
یو شمېر خلک په دې باور دي چې ټولنیزې رسنۍ حتی خلک له رښتیني خطر سره مخامخ کولای او د بیان ازادۍ ته تهدید پېښولای شي.
په لندن کې د ویب روټس ډموکراسي په نوم یوه څېړنيز مرکز د روان کال په اکټوبر کې په دې اړه چې انلاین یا د انټرنټ له لاري تعرض او تهدید څرنګه پر سیاسي بحثونو اغېز کوي، یو رپوټ خپور کړ.
په رپوټ کې ویل شوي وو چې ټولنیزې رسنۍ په ځینو مواردو کې د سیاسي نظر خاوندانو ته په خطرناک او له خشونته ډک محیط بدلېدلای شي.
د ویب روټس ډموکراسي په رپوټ کې په ځانګړي ډول، په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو او اقلیتونو موقعیت ته اشاره شوې وه او ویل شوي وو چې دا دوه ډلې په مکرر ډول په سیاسي بحثونو کې د ګډون پر وخت د انټرنټ له لارې یا انلاین له تعرض او تهدید سره مخامخ کېږي.
د دې ادارې د مشر عریق چودري په وینا، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر غړي باور لري چې که خپلې سیاسي نظریې پر انټرنټ څرګندې کړي، له تهدید، تبعیض او زور زیاتي سره مخامخ کېدلای شي.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سایبر بولینګ یا د انټرنټي تهدید او تعرض یوه ستره بېلګه دا وه چې په امریکا کې د سایکولوجي د استادې کرسټین بلاسي فورډ د کور ادرس ایمیل او نور شخصي معلومات پر انټرنټ خپاره شول.
کرسټین بلاسي فورډ د امریکا د سترې محکمې د قضائیه پلاوي د غړیتوب لپاره پر کاندید برټ کوېنا تور پورې کړی و چې جنسي زور زیاتی یې ورسره کړی دی.
ډاکتره فورډ او برټ کوېنا د خبرو لپاره د امریکا د سنا مجلس ته ور وغوښتل شول.
سنا ته په وینا کې ډاکترې فورډ وویل چې د انټرنټ له لارې د مرګ ګواښونه ورته شوي، شخصي معلومات یې پر انټرنټ خپاره شوي او حتی مجبوره شوې چې د ځان او خپل عیال د امنیت لپاره ساتونکي استخدام کړي.
خو د امریکا په ېل پوهنتون کې د نیورو ساینسپوهې مولي کورکټ په یوه لیکنه کې چې تازه په نېچر مجله کې خپره شوې، ویل شوي چې سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو خلکو ته موقع ورکړې چې پر اخلاقي مسئلو لکه له ښځو او اقلیتونو سره د تبعیض او تېري پر ضد غږ اوچت کړي.
هغې په امریکا کې د تور پوستو د حقونو د ملاتړ کمپاین (بلک لایوس مټر) او د ښځو د جنسي خوندیتوب او مساوي حقونو د کمپاین (مي ټو) یادونه کړې چې په ټوله نړۍ کې یې خلک ځیني بنیادي مسئلو ته متوجې کړل.
د ستونزو د حل لپاره د ویب روټس مشر عریق چودري وړاندیز کړی چې د سوشل میډیا د کنټرول او څارنې نوي قوانین جوړ شي او په نړیواله کچه باید د ارتباط او خبرو له دې لارې د ناسمې استفادې مخنیوی وشي.
خو د بیان د ازادۍ ملاتړ کوونکې ډلې له دې نظر سره مخالفت لري.
د لندن په کنګز کالج کې د سیاسي فلسفې استاد ګای اچیسن د دې دریځ په پلویانو کې دی او وړاندیز کوي چې د خلکو د شرمنده کولو، تهدید او تعبیض او سالم انتقاد ترمنځ فرق باید وشي.
ډاکتر ګاي اچیسن ازادي راډیو ته ویلي:
"د یو چا پر نظر انتقاد کول نورماله خبره ده، خو ستونزه هغه وخت پېدا کېږي چې د چا د تهدید، تحقیر، څنډې ته کولو او ځورولو هڅه وشي."