د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د شکایاتو کمېسیون د بیا غور لپاره د انتخاباتو له کمېسیونه ځيني اسناد غواړي


د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، ډېر ژر به د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون ته هغه اسناد او معلومات وسپاري چې د کابل د رأیو د باطلولو په پرېکړه کې يې د بیا غور لپاره اړین بللي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیېسيون یوځل بیا د کابل د رأیو د باطلولو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون پرېکړه بېځایه وبلله او ژمنه يې وکړه چې ټول هغه اسناد به د شکایتونو کمېسيون ته وسپاري چې پر دې پرېکړه يې له سره د غور لپاره اړین بللي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دواړو کمېسيونونو پرون ګډه غونډه وکړه چې په ترڅ کې يې موافقه وشوه چې د کابل د رأیو د باطلولو پر پرېکړه به له سره غور کېږي .

ذبیح الله سادات
ذبیح الله سادات

ده وویل:

"د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون چې هر ډول اسنادو او شواهدو ته اړتیا لري، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون به يې د قانون له مخې ورته وسپاري، هر ډول همکاري چې دوی ورته اړتیا لري، مونږ يې ورسره کوو، تر څو دا ملي پروسه پوره شي، مثبته نتیجه واخلو او حق حقدار ته ورسېږي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کابل د ټولو مرکزونو رأیې باطلې وګرځولې، خو د جمعې په ورځ یې اعلان وکړ چې که د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ورته ځیني اړین اسناد وسپاري، نو تر ارزولو وروسته به پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته وویل، د بایوميټریک رأیو د شمېر په ګډون ځینو معلوماتو ته اړتیا لري چې د انتخاباتو کمېسيون يې ورته باید ژر تر ژره وسپاري.

علي رضا روحاني
علي رضا روحاني

​دی زیاتوي:

"مونږ اندېښمن یوو چې د رأیو شمېرلو روانه پروسه چې د څارونکو، اسنادو او مدارکو او طرزالعملونو پرته په کابل کې ترسره کېږي، هسې نه چې د رأیې شمېرنې پر ځای، رأی جوړولو ته لاره هواره کړي."

بل لور ته د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څار د بنسټونو اتحاد له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي چې د انتخاباتو د پروسې په اړه په احتیاط پرېکړې وکړي او باید دا پروسه بحراني نه کړي.

XS
SM
MD
LG