د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د څار بنسټونه: کمېسیونونه دې د انتخاباتي پروسې د بحراني کېدو لامل نه ګرځي


د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څار بنسټونو اتحاد له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي چې د انتخاباتو د پروسې په اړه په احتیاط پرېکړې وکړي او د دغه پروسې د بحراني کېدو لامل باید ونه ګرځي.

د دغه اتحاد غړو د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وروسته له هغې خپل رسمي موقف اعلان کړو چې تېره ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل ټولې رأیې باطلې اعلان کړي.

عبدالخلیل رووفي
عبدالخلیل رووفي

د دغه اتحاد یوه غړي عبدالخلیل روفي د اتحاد اعلامیه ولوسته چې په یوه برخه کې يې راغلي و:

"دغه اتحاد که څه هم د انتخاباتي شکایتونو وروستۍ پرېکړه قانوني بولي خو په اوسني وضعیت کې يې عملي کېدل له ستونزو ډک دي، همدا شان د دواړو کمېسیونونو ترمنځ روان وضعیت هم د انتخاباتو د راتلونکو مرحلو عملي کېدل له جدي ستونزو سره مخ کړي، اتحاد له دغه په ټپه ولاړ حالت څخه د وتلو لپاره د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي."

په اعلامیه کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته سپارښتنه شوې چې په لومړي قدم کې دي هغه محلونه او مرکزونه باطل کړي چې درغلۍ په کې شوي دي همدا شان دې د هغه مرکزونو په اړه چې درغلۍ په کې نه‌دي شوي هم فکر وکړي.

په اعلامیه کې همدا شان ټینګار شوی دی چې د انتخاباتو د قانون د ۹۴یمې مادې په اساس که ولیدل شول چې په اکثریت مرکزونو کې درغلۍ شوي او د انتخاباتو شفافیت تر سوال لاندې راولي په دې صورت کې دې د باطلېدو حکم عملي شي.

په دغه اتحاد کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ، د انتخاباتو د شفافیت د څار بنسټ، د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنیزه موسسه او یو شمېر نور بنسټونه غړیتوب لري.

په همدې حال کې د دغه اتحاد غړی او د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د دواړو کمېسیونونو ترمنځ وروستیو لانجو ته په کتو انتقاد وکړ او په ټینګار سره يې وویل چې د خلکو رأیو ته باید احترام وشي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي همدا شان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمزوري مدیریت ته هم اشاره وکړه او وېې ویل چې دغه کمېسیون د انتخاباتو په اړه د دوی وړاندیزونو ته اهمیت نه‌دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کابل د حوزې ټولې رأیې لغوه اعلان کړې او د ورځې ناوخته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه په بېړه او سیاسي وبلله او رد يې کړه.

د دغه کمېسیون مسوولینو وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه د اسنادو او شواهدو په استناد نه‌وه او په اړه يې له دوی سره مشوره هم نه وه شوې.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څار بنسټونو اتحاد د تازه څرګندونو په اړه د انتخاباتي شکایتونو نظر هم واخلي خو ونه توانېده.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د څار بنسټونو له لوري پر دوی لګېدلي تورونه بې اساسه وبلل.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل چې د کمېسیون ټول غړي مسلکي او په کارپوه کسان دي.

ذبیح سادات
ذبیح سادات

نوموړي وویل:

"کمېسیون هم مسلکی دی او هم تخنیکي چلند کوي، خو له بده مرغه دوی په خپله د دې پرځای چې تخنیکي چلند وکړي سلیقوي او سیاسي چلند کوي، زما په نظر دا ښې کړنې نه دي او دوی باید د پروسې سره مرسته و کړي تر څو حق حقدار ته ورسېږي."

ښاغلی سادات وايي چې پر انتخاباتو د څار بنسټونو ته په ټوله پروسه د نظارت حق ورکړل شوی، خو د نوموړي په وینا چې دغه بسټونو په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.

خو د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څار بنسټونو اتحاد دوی په انتخاباتي پروسه کې د ستونزو د مخنیوي په هدف هڅه کړې، خو دغه هڅو ته يې کمېسیون ارزښت نه دی ورکړی تردې چې همدا مسایل د دواړو کمېسیونونو تر منځ د ستونزو د راپیدا کېدو لامل شول.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG