د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

اسلام اباد ته د طالبانو د استازو سفر کوم اهداف تعقیبوي؟


د افغان حکومت مسوولین وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د استازیو د سفر هدف د سولې د مذاکراتو په اړه له طالب مشرانو سره مشورې کول دي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مسوولین وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوي سفر ښيي چې پاکستان له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري.

دوی وايي، د طالبانو پلاوی به په‌دغه سفر کې په پاکستان کې له مېشتو طالب مشرانو سره، د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون په‌دې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

فریدون خوځون
فریدون خوځون

​"پاکستان پر طالبانو ډېر نفوذ لري. پاکستان له طالبانو نه تل د خپل خارجي سیاست لپاره د افزارو په توګه کار اخېستی او اوس یې هم اخلي، خو موږ هیله مند چې طالبان نور د افغانستان د سولې په اړه فکر وکړي او کومې هڅې چې د سولې په تړاو پیل شوي ورسره همغږي شي او د سولې پروسې ته لبیک ووايي."

یوې پاکستانۍ ورځپاڼې "اخبار خیبر" لیکلي چې د طالبانو د قطر د دفتر پلاوي له ځینو پاکستاني چارواکو سره پټ لیده کاته کړي دي.

اسوشیټېډ پریس اژانس پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې د طالبانو د قطر د دفتر په پلاوي کې چې پاکستان ته تللی، په سعودي کې د طالبانو د وخت سفیر شهاب الدین دلاور، د طالبانو د واکمنۍ د لوګر والي ضیا الرحمن مدني چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی، سهیل شاهین او عبد السلام حنفي شامل دي.

خو ازادي راډیو ته د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې پنځه طالب مشران شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، دین محمد حنیف، سهیل شاهین او عبد السلام مدني د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللي دي

د طالبانو دې سرچینې ویلي چې د طالبانو رهبري شورا چې د کوټې شورا په نوم هم یادېږي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني وايي، طالبان د پاکستان له مشورې پرته د سولې په اړه هېڅ اقدام نه‌شي کولی.

داوود کلکاني
داوود کلکاني

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي، څرنګه چې د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې تیزې شوي، طالبان لازمه ګڼي چې په نورو هېوادو کې له خپلو مېشتو مشرانو سره له نېږدې وویني:

"د سولې خبرو یو څه پرمختګ کړی، د طالبانو پلاوی به پاکستان او د نړۍ یو شميرنورو هيوادونو ته سفرونه وکړي او د خپلو مشرانو نظر به وغواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې د طالبانو پلاوی چې پاکستان ته تللی او د پاکستاني چارواکو نظر به غواړي."

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو په ناسته کې چې د طالبانو او د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوو ترمنځ جوړه شوې وه، طالبانو په کې د سولې د مذاکراتو لپاره افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی و.

افغان حکومت ویلي چې طالبان دې په لومړي سر کې له قید او شرطه پرته، د مذاکراتو پیلېدو ته حاضر شي، وروسته له دې به د دواړو لوریو په شرایطو بحثونه وشي

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG